امنیت

قبايلي ځوانان ليوال دي چې د پاکستان د پوځ سره یوځای شي

حنيف الله لخوا

د ايف سي پلټونکي جنرال او ستر جنرال شاهین مظهر محمود د اپریل په ۲۲ مه په باجوړ ايجنسۍ کې نوي عسکرانو ته د ټاکلو لیکونه ورکوي. [حنيف الله]

د ايف سي پلټونکي جنرال او ستر جنرال شاهین مظهر محمود د اپریل په ۲۲ مه په باجوړ ايجنسۍ کې نوي عسکرانو ته د ټاکلو لیکونه ورکوي. [حنيف الله]

خار، پاکستان -- په قبايلي سيمو کې چې مخکې د وسله والو او د تحريک طالبان پاکستان خوندي ځالې وې، ځوانان د سولې او ثبات لپاره خواهش څرګندوي او په لوی شميرد پخوا په پرتله د پوځ سره يوځای کيږي.

باجوړ ايجنسي چې د فاټا يوه برخه ده، ۱۴۳ څخه زيات ځوان اوسيدونکو د اپريل په پای کې د ټاکلو ليکونه ترلاسه کړل چې د امنیتي ځواکونو سره یوځای شي.

دوی به ډېر ژر د خپلې سیمې او هیواد د ساتنې موقع تر لاسه کړي.

که څه هم کره شمېره په لاس کې نشته خو په تيرو کلونو کې د فاټا څو ځوانان د پوځ سره یوځای شول.

د خار، باجوړ ايجنسۍ سليمان خان سنټرل اسيا آنلاين ته وويل: " زه او زما ټوله کورنۍ خوښ دي چې زه د پوځ سره یوځای شم ځکه دا به ما ته يو موقع راکړي چې د وسله والو پر وړاندې د خپل هېواد لپاره مبارزه وکړم."

هغه زياته کړه چې وسله والو د چاودنو او د تروریزم له لارې فاټا تباه کړی دی. هغه دا هم وويل چې قبايلي ځوانان هميشه غواړي چې وسلوالو ته ماتې ورکولو لپاره د پوځ سره یوځای شي.

له قبايلي سيمو يو بل نوي عسکر، سيده وهاب چې ۲۲ کلن دی، وويل چې د خپل وطن دفاع کول غواړي.

هغه وويل: "زه خوښ يم چې زما دا خوب رښتيا شوی دی."

"د پوځ د سر مدیریت هڅه کوي چې د قبايلي سيمو خلکو ته د پوځ سره د یوځای کيدو په توګه ډېر فرصتونه ورکړي" د FC پلټونکي جنرال اوستر جنرال شاهین مظهر محمود سنټرل اسيا آنلاين ته وويل. "له باجوړ ایجنسۍ څخه نورو خلکو ته به په راتلونکي وخت کې د دې په شان فرصتونه ورکړی شي."

هغه وويل: "د باجوړ د خلکو،عسکرو او د ملي اردو د افسرانو د قربانۍ له امله په ايجنسۍ کې سوله بېرته په ځاى شوې ده او د لوبو او د سوداګرۍ فعاليتونه دلته ښه پرمختګ کړی."

د پاکستان پوځ قبايلي ځوانان استخداموي

نور قبايلي مشران وايي چې تحریک طالبان پاکستان په ۲۰۰۶ کال کې په باجوړ ايجنسۍ کې راڅرګند شو او بې شمېره ظلمونه يې ترسره کړل. خو په ۲۰۰۸ کال کې د پاکستان پوځ په بشپړه توګه له خلکو ملاتړ سره د هغوی په وړاندې بريدونه پيل کړ.

په ځينو سيمو کې قومي خلکو هم په رسمي توګه لښکري (ملېشا) جوړې کړې چې د تحریک طالبان پاکستان خلاف جګړه وکړي.

لکه څنګه چې ډیرشميرځوانانوغوښتل چې د امنيتي ځواکونو، د پوځ په ګډون، سره یوځای شي، پالیسي جوړونکو د فاټا د ځوانانو لپاره د استخدام ځانګړې وړانديزونه تاسیس کړي دي.

چارواکي وايي، تېر کال د باجوړ ايجنسۍ ۱۸۰ اوسيدونکي د پوځ سره یوځای شول. سږ کال تر اوسه د باجوړ۱۴۳ اوسيدونکي د FC سره یوځای شوي دي. هم دغه شان نور دوه کسان د پاکستان د پوځي اکاډمۍ ستونزمن (PMA) اوږد کورس ۱۳۷ تيريدو څخه وروسته د پوځ سره د افسرانو په توګه یوځای شول.

سيد نذير، د پوځي چارو شنونکي او په اسلام اباد کې د پالیسۍ د مطالعاتو د انستيتوت لوړ پوړي همکاروويل چې په پوځ کې د فاټا زيات ځوانانو لرل يو ښه اقدام دی.

هغه د پوځ څخه وغوښتل چې په قبايلي سيمو کې د ښوونځيو او روغتونونو تمویل وکړي.

هغه سنټرل اسيا آنلاين ته وويل: "د فاټا ځوانان د ښه کار او زده کړو د فرصتونو وړدي ځکه چې د دې سيمې خلک تل د دښمنو ځواکونو په وړاندې د هیواد د دفاع لپاره په مبارزه کې په سر کې وي."

د باجوړ قبايلي مشران له امنیتي ځواکونو سره ملاتړ کوي

د باجوړ يو قبايلي مشر او د تحریک طالبان پاکستان وتلی سیال مولانا ګلداد خان وويل: "زموږ هېواد تل د امنيتي ځواکونو له خوا خوندي شوی دی او زموږ ځوانانو ته اړتيا لري چې دوی دې د پاکستاني ځواکونو برخه وي چې دوی کولای شی چې په ښه ډول د خپل هېواد خدمت وکړي."

هغه سنټرل اسيا آنلاين ته وويل: "وسله والو زموږ تعليمي ادارې، کلتور او مذهبي ایډیالوژۍ له منځه وړي دي. له دې امله موږ يوه چاره لرو چې موږ د پوځ سره د هغوی په وړاندې مبارزه وکړو."

يو بل قبايلي مشر خالد حبيب وويل: "د امنیتي ځواکونو او د حکومت په ګټه د ځوانانو د انسجام يوازينۍ لاره دا ده چې دوی ته په امنيتي ځواکونو کې دننه فرصتونو ورکړی شي چې دوې د ځواکونو د ایډیالوژۍ څخه خبر شي او کار هم تر لاسه کړي."

د باجوړ ايجنسۍ مشر ملک باشک خان په دې ورستيو کلونو کې د تروريزم پر ضد مبارزه او په فاټا کې د سولې د بيا بحالۍ د ګډوهڅو په لړ کې د پوځ اوځايي ټولنې لخوا ګڼ شمېر قربانو ته اشاره وکړه.

هغه سنټرل اسيا آنلاين ته وويل: "موږ دلته د سولې د راوستو له امله د پوځ د هڅو ستاينه کوو." "موږ همدارنګه د فاټا هغه اوسېدونکي ستاییو کوم چې د امنیتي ځواکونو سره یوځای شول."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

موږ له پاکستان پوځ سره مينه کوو

ځواب

هو زه د پاک پوځ سره يو ځای کيدل غواړم مهرباني وکړئ ما سره مرسته وکړئ

ځواب