زده کړه

د خیبر پښتونخوا ښوونځیونه د اېس او اېس له یو کلېک سیستم سره ونښلول شول

جاوېدخان

یو امنیتي ساتونکی د جون په میاشت کې په پېښور کې له یوه خصوصي ښوونځي څخه بهر ولاړ دی.‌ له ۲۲۰۰۰ څخه ډېر ښوونځیونه په خیبرپښتونخوا کې د اېس او اېس یو کلېک سیستم سره ونښلول شول چې پولیس د احتمالي ترهګریزو ګواښونو په هکله خبر کړي.‌[جاوېدخان]

یو امنیتي ساتونکی د جون په میاشت کې په پېښور کې له یوه خصوصي ښوونځي څخه بهر ولاړ دی.‌ له ۲۲۰۰۰ څخه ډېر ښوونځیونه په خیبرپښتونخوا کې د اېس او اېس یو کلېک سیستم سره ونښلول شول چې پولیس د احتمالي ترهګریزو ګواښونو په هکله خبر کړي.‌[جاوېدخان]

پېښور -- خیبر پښتونخوا له ۲۲۰۰۰ څخه ډېر ښوونځیونه او نژدې ۱۸۰۰ نورې حساسې ودانۍ د اېس او اېس یو کلېک سیستم سره ونښلول. اېس او اېس یو کلېک د سمارټ فون یو اپلېکېشن دی چې د شکمنو فعالیتونو یا د ترهګریزو ګواښونو په هکله راپور ورکوي.

د خیبر پښتونخوا مقاماتو لومړی دغه سیستم په پېښور کې او وروسته د خیبر پښتونخوا په نورو برخو کې پس له هغه معرفي کړ چې د ۲۰۱۴ د دسمبر په ۱۶مه په پېښورکې په حربي ښوونځی کې په یوه ترهګریزه ټولوژنه کې له ۱۴۰ تنو څخه ډېر ماشومان او استادان ووژل شول.

په پېښور کې د پولیسو یوه مشر محمد افضل پاکستان فارورډ ته وویل، «د خیبر پښتونخوا پولیسو دغه سیستم د ۲۰۱۵ په جنورۍ کې معرفي کړ. دا سیستم ټول ښوونځیونه سره نښلوي.»

هغه وویل، پولیسو لومړی دغه سیستم په ښوونځیو او پوهنتونونو کې نصب کړ او وروسته یې بیا بانکونو، دفترونو او د نفوسو د احوال ثبتولو ملي ادارې (نادرا)، د زرګرۍ دوکانونو او صرافیو ته ور وغزولو.

نوموړي وویل، هغه څوک چې دا اپلېکېشن لري په ساده ډول په خپلو سمارټ فونونو کې یوه تکمه زور کوي او مقاماتو ته د عاجلو پېښو په هکله خبر ورکوي.

امنیتي پرسونل او لومړني ځواب ویونکي په سملاسي توګه د خبرتیا د ځای او هلته د ورغلې تر ټولو چټکې لارې په هکله پوهېږي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو په مرکزي اداره کې د آی ټي رییس نوید احمد د مۍ په پای کې په یوه معلوماتي ناسته کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو عمومي مفتش ناصرخان دراني ته وویل چې په خیبر پښتونخوا کې تر اوسه پورې ۲۲۷۹۸ ښوونځیونه، پوهنځیونه او پوهنتونونه دغه سیستم ته لاس رسی لري.

هغه وویل، «سربېره پر دې، ۱۱۹۱ د زرګریو دوکانونه، ۴۸۴ بانکونه، ۶۸ صرافان او ۹ د نادرا دفترونه اوس له دغه سیستم سره تړلي دي.»

چارواکو له یاد سیستم سره د نادرا د دفترونو تړل وروسته له هغه پیل کړل چې په تېر دسمبر کې د مردان ولسوالۍ د نادرا په دفتر کې په یوه بمي برید کې ۲۶ کسان ووژل شول.

پولیس، ښوونځیونه امنیت ته وده ورکوي

د یو کلېک د نصبولو تر څنګ، د ښوونځیو مسؤلین د خیبر پښتونخوا له مقاماتو څخه داسې حکم په لاس لري چې سي سي ټي وي کمرې ولګوي، نور ساتونکي مقرر کړي، خپل دېوالونه پورته کړي او نور احتیاطي ګامونه واخلي.

د پېښور کپېټل سیټي پولیس افسر مبارک زېب پاکستان فارورډ ته وویل، «ما، زمونږ له مشرانو افسرانو یو ځای د تېرو میاشتو په جریان کې له پوهنتونونو او کالجونو څخه لیدنه وکړه چې امنیتي ترتیبات وګورو او کمزوري ټکي په نښه کړو.»

زېب او د خیبر پښتونخوا له پاره د پولیس عملیاتو مشر چارواکي عباس مجید مروت د مۍ په میاشت کې په پېښور کې د ښوونځیو له مشرانو او د یونین کونسلونو او د دوکاندارانو د اتحادیو په څېر د ځایي ټولنو له استازو سره ډېر ملاقاتونه ترسره کړل.

پولیس افسرانو د ښوونځیو او ځایي مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې د عامه امنیت د ساتنې په برخو کې خپل کردار ترسره کړي او د امنیت د پیاوړو شویو ګامونو په هکله په وخت سره اطلاع ترلاسه کړي.

د دې له پاره چې د یو کلېک سیستم فعالیت یقیني شي، پوځ او پولیسو له مارچ څخه تر مۍ پورې داسې تمرینونه ترسره کړل چې وګوري چې که یو څوک اېس او اېس تکمه زور کړي هغوی به څومره چټک ځواب ورکړي.

جګ پوړو افسرانو د دغو تمرینونو چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې ترسره شول نظارت کاوه.

د یوه خصوصي ښوونځي مالک جهان زېب پاکستان فارورډ ته وویل، «دغه سیستم د ښوونځیو او نورو موسساتو مالکانو او مدیرانو ته د ارام یو احساس ورکوي چې داسې یو ځای شته چې له هغه څخه تاسو کولی شۍ چې د ضرورت پر وخت چټکه مرسته ترلاسه کړۍ.»

بانکونه، د زرګرۍ دوکانونه ونښلول شول

د خیبر پښتونخوا یو شمېر بانکونه، حکومتي ادارې، د طلا خرڅولو خصوصي دوکانونه او د صرافۍ خصوصي دوکانونه له یو کلېک سیستم سره نښلول شوي دي، او دوکانداران له دغه سیستم سره خوشحال دي.

په دغو ګټه اخیستونکیو کې ۷۵ بانکونه په مانسهره او ۵۵ نور په پېښور کې شامل دي.

په ورته وخت کې، ۳۴۹ د زرګرۍ دوکانونه په مردان او په سلګونو نور د زرګرۍ دوکانونه د خیبر پښتونخوا په نورو برخو کې له یو کلېک سیستم نښلول شوي دي.

د پېښور یوه زرګر طاهرحسین پاکستان فارورډ ته وویل، «نور زرګران، بانکونه او صرافان باید له دغه سیستم سره ونښلول شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500