تروريزم

خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ او د غلا د مخنيوي لپاره موټر تعقیب سیستم معرفي کوي

عديل سعيد لخوا

په ۲۰۱۴ کال د اګست په مياشت کې په پېښور کې د پوليسو يو افسر د ټرافيکي قانون د پوهاوي د لوړولو لپاره په یو ترانزیتي موټر باندې يو ليبل پېسټ کوي. [عديل سعید]

په ۲۰۱۴ کال د اګست په مياشت کې په پېښور کې د پوليسو يو افسر د ټرافيکي قانون د پوهاوي د لوړولو لپاره په یو ترانزیتي موټر باندې يو ليبل پېسټ کوي. [عديل سعید]

پېښور - د خیبر پښتونخوا (KP) په دې وروستيو کې د موټرو د تعقیب او څارنې يو جديد سیسټم د نصب لپاره يو پلان تصويب کړ. دوی له مخکې تللو لپاره د حکومت مدافع چاڼیزو په تمه دي.

دوی اراده لري چي دوی به د دې کار له خوا د غلا او د تروریزم سره جګړه وکړي.

"په لومړني پړاو کې ... سیستم به د یوې ازمایښتي پروژې په توګه په پېښور کې نصب شي،" د ښارنایب ناظم، سید قاسم علي شاه (ښاروال مرستيال) پاکستان فارورډ ته وويل. "دا به د خیبر پښتونخوا په نورو ښارونو کې نصب کړی شي."

تائيدشوې نيټه تراوسه پورې لا موجود نه ده، خو چارواکي به ژر په دې باندي عمل وکړي کله چي دوی ته قانوني اجازه تر لاسه شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "ټول ګاډي-- د موټرو، موټرسيکلو، درې ټايرونو ګاډي، بسونو په ګډون -- د ۲۴ ساعتونو څارنې سيستم کي به شامل کړې شي.

هغه وويل، په هر يو ګاډي باندي نښتي برېښنايي ټكټ لوستلو لپاره کارکوونکي به په ټول ښار کي ترمینلونه نصب کړي.

د پيښور حکومت اراده لري چې د خیبر پښتونخوا د ترافيکو پوليس او د خېبرپښتونخوا وسیله او مالیې وزارت سره دغه پلان پلي کړي.

د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه لخوا ترغيب

قاسم وويل، د موټر څخه د ډزو معمول عمل ته اشاره کولو سره، "دا سيستم به په بشپړه توګه د موټرسايکلونو په هدفي وژنو او د تروريزم په پېښو کي کارولو ختمولو کي مرسته وکړي."

هغه وويل، د خېبرپښتونخوا چارواکو دا سيستم هغه مهال ډیزاین کړو کله چې ترهګرو په پېښور کې د پوځ د عامه ښوونځی کي ۱۴۰ څخه زيات ماشومان او ښوونکي ووژل.

د خېبرپښتونخوا چارواکو دا پلان د جون په ۳ مه په يو غونډه کي د قاسم په مشري تصويب کړو.

هغه وويل: "موږ پرله پسې بحث وکړو ... چې څنګه د دې بې رحمه پېښو د نتيجو مخنيوی وکړو." " په دې خبرو اترو کې یوه خصوصي شرکت، ENTORI د ډیټابیس سیستم طراح دغه مفکوره وړاندې کړه."

هغه وويل، په دې پروژه کې د عامه او خصوصي شراکت دی او نوموړی شرکت به د دې پروژې د پلي کولو لګښت ورکوي.

هغه زياته کړه، ENTORI په پام کې لري چي خپل لګښتونه په موټرو باندي کلنی فيس اخيستلو له خوا پوره کړي.

قاسم وويل، د ولسوالۍ حکومت د خپل حقوقي برخې نه پوښتنه کړې ده چي د پلان بیا کتنه وکړي.

قاسم وويل، که چيري حقوقي رياست تصویب کوي، کارکوونکي به په پېښور کې دغه سيستم نصب کړي.

ټول موټرو څښتنانو څخه پکار ده چي خپل ګاډي رجسټر کړي.

د ګاډو د تګ راتګ څارني لپاره د پېښور يوه شرکت به په پېښور کې ۱۲۲ ترمینلونه نصب کړي، د ENTORI یوه مشاورعاصم حیات پاکستان فارورډ ته وويل.

هغه وويل، چارواکي به د پېښور ټول موټر خاوندانو څخه غواړي چې د دې سيستم، ENTORI مرسته کرښه غږ، سره ثبت کړي.

که چيري دا پلان پلي کړی شي، نو د پېښور د ګاډو خاوندان به خپلو ګاډو باندې يو ټکټ ونښلوي.

کله چې د ګاډو خاوندان دغه ټکټ په خپلو ګاډو باندې ونښلوي، د موټرو څارنه به پيل کړی شي.

عاصم وايي، چې دغه ټکټ به اسانه کړي چې په ښار کي يوغلا شوی موټر یا موټر سایکل پیدا کړي.

هغه وويل: " په پېښور کې د دي سيستم په نصب کولو باندي به ۱۲۰ ورځي لګولی شي."

عاصم څرګنده کړه چي د پېښورد ولسوالۍ حقوقي اداره به د جولای په وروستیو او یا د اګست په لومړيو ورځو کې اجازه ورکړي.

د وګړو د امنيت ډاډ ور كول

په دي ټوله پروژه باندي به ۱۰۰میلیونونوله ۱۲۰ میلیونونو (امريکايي 1.2m $ له $ 1mپوري) پوري لګښت راځي، د ټاون III- پيښورولسوالۍ يو چارواکي علي حيدر، پاکستان فارورډ ته وويل. د هغه په ګډون، د جون په ۳ مه په يوه غنډه کي چارواکو په لومړني توګه دا پلان تصویب کړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دا يو ... تقریبا وړیا سيستم دی چي د وګړو امنيت ته به ډاډ ورکړي."

هغه وويل، خپل لګښت پوره کولو لپاره، ENTORI به د موټرو خاوندانو نه هر کال د يو موټر په اړه ۲۰۰(امرکايي ۲۰۰ ډالره ) روپۍ اخلي.

هغه زياته کړه چي دا پروژه به د ځوانانو لپاره۱۵۰۰ دندې رامنځته کړي.

هغه وويل: " په لومړي ځل په پاکستان کي به ټول ښار د ۲۴ ساعتونو څارنې سيستم کې شامل کړی شي.

د پروژې پلان جوړونکی اراده لري چي ځای پر ځای موټرو په تفصيل سره کتلو لپاره د ترافيک پوليسو او نور افسرانو ته ځانګړي ټابلیټ کمپيوټرونه ورکړي.

ددې پلان له مخې، هغه موټرونه چي ټکټ نه لري، په پېښورکي په شاوخوا پوستې ټکو باندي به کتلی شي.

څارونکي خوښ دي

عالم څارونکي د نوي ممکنه پلان هرکلی کوي.

" دا ډول نوښتونه پروخت دي" پېښور کې خبریال او د امنیتي چارو کارپوه شمیم شاهد پاکستان فارورډ ته وويل. "دا مهمه ده چې د خلکو د ساتنې لپاره يوه غوره عصري سيستم ولرو."

هغه وويل، د ترهګرو په لاس د تکنالوژۍ د ناوړه کارولو مخنیوي لپاره ټولنې او امنیتي ځواکونو له پکار ده چي دوی خپل عصري سيستم نصب کړي. شمیم د سيستم د توان په اړه خوشبيني څرګنده کړه چي دغه سيستم به د جرمونو لپاره د موټرو کارولو کې کمی راولي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500