تروريزم

د باجوړ قبایلي خلکو د اورپکۍ له منځه وړلو کې د مرستې ژمنه وکړه

محمد شکیل

قبایلي مشران باجوړ ایجنسۍ کې د جون په ۳مه نېټه یوه جرګه کې ګډون لري، د کومې پر مهال چې هغوی د تروریزم له منځه وړلو کې حکومت سره د مرستې کولو ژمنه وکړه. [د محمد شکیل په مننه]

قبایلي مشران باجوړ ایجنسۍ کې د جون په ۳مه نېټه یوه جرګه کې ګډون لري، د کومې پر مهال چې هغوی د تروریزم له منځه وړلو کې حکومت سره د مرستې کولو ژمنه وکړه. [د محمد شکیل په مننه]

خار، پاکستان -- د باجوړ ایجنسۍ قبایلي مشرانو د اورپکۍ د له منځه وړلو او د سولې د تامینولو په لړ کې د حکومت د هڅو څخه بې شرطه ملاتړ اعلان کړی دی.

د باجوړ ایجنسۍ په مرکز خار کې د جون په میاشت کې د یوې جرګې د غونډې پر مهال قبایلي مشرانو د اورپکو او د ریاست ضد عناصرو خلاف په شریک اقدام کې همکارۍ کولو باندې موافقه وکړه. هغوی همداراز د تروریزم په وړاندې جګړه کې د امنیتي ځواکونو د ثابت قدم ملاتړ اعلان وکړ.

د مرکز لخوا اداره کېدونکو قبایلي سیمو (فاټا) د قانونپوهانو فوروم رییس اعجاز مهمند وویل چې قبایلي خلکو د تروریزم په وړاندې جګړه کې په بې مثاله بهادرۍ سختې تېرې کړې دي او هغوی د اورپکو د له منځه وړلو لپاره د امنیتي ځواکونو د هڅو ملاتړ کوي. مهمند په دغې جرګه کې ګډون لرلو.

هغه سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، "په پاکستان کې د قبایلي خلکو وطنپالنه له هر شکه بالا ده او دا حقیقت د سولې د تامنیولو لپاره د قبایلي خلکو په بې مثاله او بې شمېره قربانیو په اثبات رسېدلی شي."

هغه وویل، "مونږ قبایلي وطنپالان امنیتي ځواکونو ته د افراطیت په وړاندې د هغوی په جګړه کې بشپړ ملاتړ وړاندې کوو او زمونږ د بې شمېره مشکلاتو باوجود به مونږ د سولې د تامینولو د عظیم کار لپاره له قربانیو ورکولو څخه په شا نه شو."

د فاټا سیاسي اتحاد په نامه یو سیاسي ایتلاف رییس اقبال افریدي وویل چې په دې وروستیو کلونو کې کله چې ځواکونو د پاکستان-افغانستان په سرحدي سیمه کې د اورپکو خلاف عملیات زیات کړل نو د اټکل له مخې ۷۰،۰۰۰ نه تر ۸۰،۰۰۰ پورې قبایلي خلک پکې بې ځایه شوي وو. د مهمند په څېر ده هم په جرګه کې ګډون کړی و.

هغه سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، "د هغو ټولو سختو مصیبتونو باوجود چې قبایلي خلک ورسره مخ شوي دي، هغوی بیا هم چمتو دي چې د سولې د هدف لپاره ددې سختو په وړاندې مقاومت وکړي."

هغه وویل، "په هیواد کې او ددې د خلکو لپاره د سولې او امنیت تامینول د هغو قبایلي خلکو لخوا یو مسوولیت ګڼل کېږي کوم چې هیواد د اورپکو نه پاکولو کې د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي. هغوی د هغو عملیاتو پر مهال چې ټولې قبایلي سیمې یې ولړزولې په پوره زړه بې ځایه کېدل قبول کړل او کمپونو کې یې په بهادرۍ تکلیفونه تېر کړل."

اقبال افریدي وویل چې قبایلي خلک د خپلو سیمو، کومې چې پاکستان، افغانستان او د مرکزي آسیا ریاستونو لپاره د کاروباري مرکز په توګه کار کوي، لپاره جګړې کولو او دفاع ته یې چمتو دي.

هغه وویل، "زمونږ بقا زمونږ په خپلو سیمو کې سولې پورې تړلې ده او قبایلي خلک - که تړون یې د هر چا سره وي - به د خپلو سیمو د ریاست ضد عناصرو د پاکولو لپاره په قربانۍ ورکولو کې زړه نازړه نشي."

هغه وویل چې قبایلي ځوانانو لپاره روزګارونه برابرول به د اورپکو لخوا د ځوانانو یاغیتوب کې په رشوت د شریکولو توان کم کړي.

هغه وویل، "قبایلي سیمو کې د پرمختیا رفتار سست دی، او قبایلي خلک اوس هم د هغو اساسي حقونو په لرلو کې چې د ابادو سیمو خلک یې لري ډېر وروسته دي. که قبایلي خلکو ته د هغوی د هغو حقونو چې د هیواد په نورو برخو کې یې خلک لري، ورکول یقیني کړی شي نو دا به د سولې او ارام راوستل او تامینول تېز کړي."

جرګې لپاره قبایلي ملاتړ

د باجوړ ایجنسۍ یو قبایلي مشر ملک ایاز خان وویل چې د جون په ۳مه نېټه دغې جرګه کې مشرانو د قبیلو په نمایندګۍ د یو داسې ایتلاف په جوړولو موافقه وکړه چې د اورپکو او افراطیانو د پلانونو د شنډولو لپاره به مخکې نه د اقدام کولو اختیار لري.

هغه وویل چې دا ایتلاف به اورپکي له فعالیته وباسي او چارواکو سره به قبایلي سیمو کې د سولې او د قانون د حاکمیت په ټینګولو کې مرسته وکړي.

خان سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، "د باجوړ د جرګې مشرانو په دې هم موافقه وکړه چې د اورپکۍ د له منځه وړلو لپاره د امنیتي ځواکونو د هڅو ملاتړ به کوي او د خپل وطن سره به د وفادارۍ او مینې ثبوت ورکوي."

هغه وویل چې قبایلي خلک د هر ډول تخریبي فعالیتونو خلاف دي ځکه چې ددغو په نتیجه کې رامنځته کېدونکې ګډوډي او بې یقیني نه یواځې د قبایلي سیمو ټولنیز جوړښت ته زیان رسوي بلکې اقتصاد هم خرابوي.

هغه وویل، "مونږ باوري یو چې هغه زغم، استقامت او بهادري چې قبایلي خلکو وښودله به بالاخر په قبایلي سیمو کې د تلپاتې سولې لپاره لاره هواره کړي."

هغه وویل، "له دې مخکې مونږ سره په ځان د سختو له تېرولو پرته بله لاره نه وه، خو اوس ذهنیت تکامل کړی دی. ټولې قبایلي سیمې چمتو دي چې د ظلم او ستم خلاف د حکومت د جګړې ملاتړ وکړي."

د باجوړ اوسېدونکو د جون په ۱۴مه نېټه خار کې ددې ژمنې د بیاتصدیق لپاره یو لاریون وکړ چې امنیتي ځواکونو سره به اوږه په اوږده ودرېږي او د ترورستي عملونو مخنیوی به کوي.

د باجوړ یو قبایلي مشر ملک حاجي عبادالرحمان وویل، "مونږ د امنیتي ځواکونو د رول، هڅو او قربانیو مننه کوو او باجوړ کې د سولې د راوستلو او د قانون د حاکمیت د جوړولو لپاره د هغوی د پرله پسې هڅو ملاتړ کوو."

هغه سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، "د باجوړ قبایلي خلک په خپله سیمه کې پرمختیا غواړي او د راتلونکي نسل د بهتر آینده د یقیني کولو لپاره د ریاست ضد عناصرو په وړاندې مقاومت کولو ته چمتو دي."

هغه وویل، "اورپکۍ زمونږ سیمو ته تباهي راوړې ده او خلک یې دې ته اړ ایستلي چې په ډار کې ژوند وکړي، ماشومان یې له زده کړو محروم کړي او پرته له دې یې بله لاره ورته نده پریښې چې ترورستان شي او یا هغوی لپاره د اسانتیا برابروونکو په توګه کار وکړي. مونږ د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره او د خپلو خلکو د بقا لپاره د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500