تروريزم

د خیبر پښتونخوا پولیسو ستره ترورستي دسیسه ماته کړه

جاوید خان

د پېښور د مرکزي ښار د پولسو افسر مبارک زیب (مینځ کې) د جون په ۲۲مه متني کې د متني د تالاشۍ په یوه پوسته کې نورو پولیسو افسرانو سره خبرې کوي.

د پېښور د مرکزي ښار د پولسو افسر مبارک زیب (مینځ کې) د جون په ۲۲مه متني کې د متني د تالاشۍ په یوه پوسته کې نورو پولیسو افسرانو سره خبرې کوي.

پېښور -- پولیس وايي د خیبر پښتونخوا پولیسو د جون په پای کې یوه داسې ستره ترورستي دسیسه ماته کړه چې خیبر پښتونخوا کې یې تباهي راوستل غوښتل.

د خیبر پښتونخوا د تروریزم سره د مقابلې ریاست (سي ټي ډي) وايي چې دوی د جماعت الاحرار، کوم چې د تحریک طالبان پاکستان یوه څانګه ده، شبکه ماته کړه.

تفتیش وروسته له هغې پیل شو چې دوه کسانو چې غوښتل یې ځانمرګي بریدونه وکړي او د هغوی لپاره اسانتیاوې برابرونکو د مۍ په ۲۰مه په سفید سنګ کلي کې ځانونه والوځول.

د خیبر پښتونخوا تروریزم سره د مقابلې د ریاست د پولیسو مشر سعید احمد سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، "هغوی په [موټرسایکل سپاره] یو دولتي ښوونځی باندې د برید کولو لپاره په لاره وو چې چاودېدونکي مواد یې له وخته مخکې وچاودېدل."

هغه وویل، "ځانمرګیو بریدګرو لپاره د اسانتیاو برابروونکو په ګډون د دغه ډلې څلور تنه د جون په دریمه اونۍ کې ونیول شول [او] تفتیش ترې روان دی،" او زیاته یې کړه چې هغه سړی کوم چې د می د ۲۰مې له چاودنې وړاندې دغې ډلې ته کور کې ځای ورکړی و، په نیول شوو کې شامل دی.

هغه وویل چې څلور نور شکمن کسان په توقیف کې دي او پوښتنې ترې روانې دي چې په دې توګه ټول اته تنه شول.

احمد وویل، "مونږ اصلي طراح پېژندلی دی، خو هغه په افغانستان کې دی."

پولیسو چاودېدونکي مواد پیدا کړل

چارواکي وايي چې که چیرته ددغې ډلې درې دسیسه جوړوونکي په چاودنه کې نه وی وژل شوي نو هڅه به یې کړې وی چې یو داسې قتل عام ترسره کړي لکه په دسمبر ۲۰۱۴ کې چې د پېښور په آرمي پبلک سکول کې ترسره شوی و.

د آرمي پبلک سکول په برید کې پاکستاني طالبانو شاوخوا ۱۵۰ ماشومان او استاذان وژلې وو.

په سفید سنګ کې د وخت نه مخکې چاودنې څخه وروسته محلي خلکو پولیسو ته زنګ وواهه. د خیبر پښتونخوا د بمونو د شنډولو ځواک یو داسې ځانمرګی واسکټ چې نه و چاودلی، لاسي بمونه او نور چاودېدونکي مواد شنډ کړل.

تروریزم سره د مقابلې ریاست د هغو معلوماتو چې په تفتیش کې افشا شوي او د شکمنو کسانو څخه پوښتنو کې ترلاسه شوي، په اساس دې وروستیو کې د پېښور په ریګي سیمه کې په یوه ودانۍ چاپه ووهله. د دوی افسرانو۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد، ۱۴ ټایمرونه، سلګونه فوټه انفجاري تار او نور د بمونو جوړولو اکمالات په قبضه کې واخیستل.

احمد وویل، "مونږ ددې خبرې په معلومولو کار کوو چې ایا هغوی د پېښور په نورو برخو کې چاودېدونکي مواد پټ کړي دي."

تروریزم سره د مقابلې ریاست وویل چې همدغې ډلې د مۍ په ۱۸مه په متهرا کې دوه بمي بریدونه ترسره کړل په کومو کې چې یو د پولیسو سرتېری او ۱۶ نور پاکستانیان ووژل شول. کله چې پولیس، د ژغورنې کارکوونکي او ژورنالستان د لومړنۍ بمي چاودنې ځای ته ورسېدل نو دویم بم وچاودېدو.

د پولې حفاظت کول

امنیتي کارپوهان وايي چې د یوې داسې جنایتي ډلې چې پېښور کې سترو بریدونو کې لاس لري ماتول به په سیمه کې د نورو اورپکو ارادې ضعیفې کړي.

یو پېښور مېشتي امنیتي مشاور (متقاعد) جګړن شکیل احمد خان سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې دا به همداراز "د پولیسو ... او د عام ولس مورال بهتر کړي."

نور عملیات په پاکستان کې د ترورستانو د بریدونو کولو توان کموي. امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د تورخم په پوله د اوختلو په نقطه کې د افغانستان پولې ته مخامخ د ټولو تلونکو راتلونکو د معاینه کولو لپاره یو د پولې د اداره کولو سیسټم نصب کړو.

ددې اقدام هدف دا و چې د ترورستانو پاکستان د اوړېدلو مخنیوی وکړي.

خان وویل، "د هغو ترورستي شبکو چې په ښارونو کې فعالیت کوي خلاف په دې وروستیو کې نصب شوی ... سیسټم او اقدامات به د ترورستانو پر فعالیتونو اغېز وکړي،" او زیاته یې کړه چې د پېښور د شکمنې ترورستي شبکې نیول د نورو دسیسه کارانو لپاره یو اخطار ورکوي.

عام ولس د هغو ترورستانو په وړاندې د غوصې غبرګون ښيي کوم چې ماشومان په نښه کوي.

د پېښور دلاور خان، چې د ښوونځی د عمر پنځو ماشومانو پلار دی، سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، "هغه کسان چې ښوونځی کې په ماشومانو د کوم برید ... پلانونه یې جوړ کړي وي باید زیات نه زیات جزا ورته ورکړل شي."

هغه وویل په ښوونځيو او پوهنځیو کې د امنیت د بهترولو تر څنګ قانون نافذوونکې ادارې باید ترورستي شبکې هم ماتې کړي.

د پېښور پوهنتون یو زده کوونکي یحی جان سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، "په آرمي پبلک سکول او [جنورۍ کې] په چارسده کې په باچا خان پوهنتون د بریدونو نه وروسته یوې بلې پېښې به [د عام ولس په مورال] تباه کوونکې اغېزې کړې وې."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه باور لرم چې ټولو پاکستانيانو ته ضروري امر وکړی شي چې په تروریستانو او د هغوی په مرسته کونکو باندې د وېرې نه بغير نظر وساتي او ژر خبر ورکړي.

ځواب