سوداګري

د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو ځوانانو ته حرفه یي او تخنیکي روزنه ورکول شوه.

سید انصارعباس

د TUSDEC یو زده کوونکی د می په میاشت کې په ملاکنډ ډویژن کې د ویلډنګ کار ترسره کوي. [سید انصار عباس]

د TUSDEC یو زده کوونکی د می په میاشت کې په ملاکنډ ډویژن کې د ویلډنګ کار ترسره کوي. [سید انصار عباس]

پېښور -- د خیبر پښتونخوا او د مرکز تر ادارې لاندې قبایلي سیمو (فاټا) په زرګونو ځوانان په یو داسې وړیا حرفه یي او تخنیکي روزنیز پروګرام کې برخه اخلي چې هدف یې د عایداتو زیاتول او د تروریزم ضد مبارزه کول دي.

د چارواکو په وینا، کاري مهارتونو ته پرمختیا ورکول د جلب په وړاندې د مقابلې یوه اغېزمنه طریقه ده او په اسانۍ تر تاثیر لاندې راتلونکو ځوانانو سره د هغوی د استعداد په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

د ټکنالوژۍ د سطحې د لوړولو او د مهارتونو د پرمختیا شرکت (TUSDEC)، چې د پاکستان د صنعتونو او تولید د وزارت تر چتر لاندې کار کوي، په ۲۰۱۱ کال کې د اروپايي اتحادیې په مالي مرسته یو پروګرام پیل کړ چې ځوانو پاکستانیانو ته تخنیکي او حرفه يي روزنه ورکړي.

د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو لپاره د TUSDEC د پروژې مدیر فیض محمد سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، "د مهارتونو پرمختیا ناچاره کورنیو ته سوکالي راوړي. مونږ غواړو چې مستحق ځوانان په بېلابېلو مهارتونو سنبال کړو چې هغوی په عزتمنده طریقه د خپلو کورنیو لپاره روزي وګټلی شي."

د وظیفو رامنځته کول، د تروریزم مقابله کول

فیض وویل، "زمونږ هڅې بې هنره ځوانان په دې توانوي چې هنرمند کارکوونکي شي،" او زیاته یې کړه چې TUSDEC نه یوازې دا چې حاجتمندو ځوانانو ته ټریننګونه ورکوي بلکې د کورس له بشپړولو وروسته په نوکرۍ د لګېدلو فرصتونه هم یقیني کوي.

"مونږ په خیبر پښتونخوا کې د ۳۲ او په قبایلي سیمو کې د شپږو روزنیو او حرفه يي مرکزونو سره قراردادونه کړي دي چې هلته ځوانانو ته په ۵۰ مختلفو مهارتونو کې وړیا ټریننګ ورکول کېږي."

فیض وویل، سړي کولی شي چې په ویلډنګ، نجارۍ، د برقي شیانو په ترمیم، خیاطۍ، د برقي موټر په ترمیم او نورو برخو کې ټریننګ ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه چې ښځې کولی شي په فیشن ډیزاین، د میک اپ په لګولو یا سینګار، پخلي او نورو برخو کې کورسونه وکړي.

فیض وویل، ښايي داسې نوي کورسونه راشي چې اقتصادي بدلونونه منعکسوي.

هغه وویل، "TUSDEC غواړي چې د بازار د طلب له مخې په نویو مهارتونو کې ټریننګونه برابر کړي. په هغوی کې د سولر پینل د نصبولو کورسونه شامل دي چې د برېښنا د موجود کمي له امله ورته اړتیا ده."

هغه وویل چې ځوانانو ته د مهارتونو زده کول همداراز "هغوی په صحتمندو فعالیتونو کې ښکېل ساتي."

هغه زیاته کړه، "داسې څوک چې مهارتونه او یوه ښه وظیفه ولري به هیڅکله تروریزم ته مخ نه کړي."

فیض وویل، "TUSDEC همداراز هغو کسانو ته چې دا ټریننګ د خپل کاروبار د پیلولو لپاره بشپړ کړي د ۲۰،۰۰۰ څخه نیولې تر ۷۰،۰۰۰ روپو (۲۰۰ نه تر ۷۰۰ امریکايي ډالره) بې سوده قرضونه وړاندې کوي. د داسې یو تن قضیه هم نه ده رامخته شوې چې د خپلې قرض د په وخت بېرته خلاصولو کې پاتې راغلی وي."

د لوړ معیار ټریننګ یقیني کول

TUSDEC له ۲۰۱۱ کال راهیسې د اروپايي اتحادیې د بودیجو روزنیز پروګرامونه چلولي دي. د TUSDEC ویاندې زینت بي بي سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې له تېر ډسمبر راهیسې درې پروګرامونو ۶۳۲۴ ځوانانو ته تعلیم ورکړی دی.

هغې زیاته کړه چې TUSDEC په پام کې لري چې د ۲۰۱۶ تر پایه پورې ۱۲۰۰۰ ځوانانو ته روزنه ورکړي.

هغې وویل هر هغه څوک چې عمر یې له ۱۵ څخه تر ۳۵ کلونو وي د TUSDEC د روزنې مستحق دی، او زیاته یې کړه چې د ټریننګ ۴مه مرحله، چې د می په میاشت کې پیل شوې وه، به په اکتوبر کې پای ته ورسېږي. هغې وویل چې ۴مه مرحله "نورو ۳۴۵۰ ځوانانو ته تخنیکي روزنه ورکوي."

بي بي د دې پروژې د بریالیتوب د یقیني کولو لپاره د شرکت پلان تشریح کړ.

هغې وویل، "مونږ د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو په لیرې پرتو سیمو کې د بېلابېلو نادولتي موسسو له لارې د ... تخنیکي زده کړو د ګټو او مالي فایدو په اړه .. خبرتیا پیدا کوو."

هغې وویل، "مونږ د مختلفو تخنیکي روزنیزو پروګرامونو له پاره د مناسبو او مستحقو کاندیدانو انتخاب کوو، مونږ هغوی بېلابېلو روزنیزو مرکزونو ته استوو."

هغې وویل، "TUSDEC داسې ټیمونه لري چې هغه د ټریننګ د معیار نظارت کوي. هغوی همداراز د کورسونو له بشپړېدلو څخه وروسته ځوانانو ته د وظیفې د ټریننګ فرصتونه برابروي. زمونږ د نظارت ټیمونه د دې خبرې د یقیني کولو له پاره له مختلفو صنعتي یونټونو او ورکشاپونو څخه ویني چې دوی د روزل شویو ځوانانو له پاره وظیفې ولري."

د عاید د احتمال لوړول

د حرفه يي ښوونځیو رییسان په دې خبره د TUSDEC ستاینه کوي چې بې روزګاره ځوانان په هنرمندو کاریګرو بدلوي.

د هزاره ډیویژن په حویلیان سیمه کې د امپریل کالج آف ټیکنالوجي رییس طاهر قریشي سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، "زمونږ ځینې زده کوونکي ښوونځي ته د سفر په موخه د کرایو ورکولو وس نه لري. د TUSDEC په برکت هغوی د ټرانسپورټ له پاره د میاشتې ۱۰۰۰ روپۍ (۱۰ امریکايي ډالر) ترلاسه کوي."

هغه وویل، "میندې او پلرونه مونږ ته راځي چې د هغوی زامنو ته د تخنیکي روزنې د ورکولو لپاره زمونږ مننه وکړي. دا روزل شوي زده کوونکي ... خپل عاید له خپلو میندو او پلرونو سره شریکوي."

د پېښور په حیات اباد کې د ښځو لپاره د یو حرفه يي ښوونځي، هنیز اکاډمۍ، مشره نیلوفر سمیع له دې خبرې سره موافقه ښیي.

نیلوفر سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، "هغه ښځې چې زمونږ د ادارې فیس نشي خلاصولی، هغوی د TUSDEC په برکت په دې توانېږي چې په میک اپ، کمپیوټري مهارتونو، خامک... او نورو کې بېلابېل کورسونه ووايي."

هغې وویل، "ښځینه ټریننګ کوونکې دلته ډېرې مطمئنې دي او مختلف مهارتونه زده کوي،" او زیاته یې کړه چې هغه ۲۵ ښځې چې دا مهال د هغې په ښوونځي کې داخلې دي لا د مخه پیسې ګټي.

د دغو ټریننګ کوونکو څخه یوه د پېښور تسلیم ده چې اوس فیشن ډیزاینره ده.

هغې سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، "کله چې زه واده شوم نو په اتم ټولګي کې وم. له واده وروسته زه له لېسې نه فارغه شوم. ما د TUSDEC له لارې داخله واخیستله او د کمیس په ډیزاین کې مې یو کورس بشپړ کړ."

هغې وویل، "اوس زه د یو کمیس د ګنډلو ۳۵۰ روپۍ (۳.۵۰ ډالر) اخلم او خپل خاوند سره زمونږ د کور د مصارفو په پوره کولو کې مرسته کوم. زه خوشحاله یمه چې مونږ په اسانۍ د خپلو درې ماشومانو لپاره د ښوونځي د فیس وس لرو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

موږ له PTI سره مينه کوو

ځواب