د ښځو حقوق

پاکستاني علما د غیرت په نامه وژنو په وړاندې فتوا جاري کوي

د ضیاءالرحمان له خوا

د مدني ټولنې فعالان د جون په ۱۴مه په کراچۍ کې مظاهره کوي «د غیرت په نامه وژنې» چې په دغه پيښه کې یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړ. [ضیاءالرحمان]

د مدني ټولنې فعالان د جون په ۱۴مه په کراچۍ کې مظاهره کوي «د غیرت په نامه وژنې» چې په دغه پيښه کې یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړ. [ضیاءالرحمان]

کراچۍ -- په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په ښځو باندې د یو لړ وروستیو حملو وروسته، د پاکستاني دیني علماو یوه ګروپ داسې یوه فتوا جاري کړه چې د غیرت په نامه د ښځو وژنه د اسلام له اساسي لارښوونو څخه سرغړونه کوي.

د جون په ۳مه، د ۴۰ علماو یوه ډله چې په سني اتحاد کونسل (SIC) بلل کیږي او د مذهبي ګوندونو یو اتحاد دی، وویل چې اسلام «د غیرت په نامه وژنې» منع کړي دي.

یادې شورا په خپله فتوا کې ویلي، «داسې ښکاري چې مونږ د وحشت د دورې خوا ته ور روان یو. له دې امله په ژوندوني د ښځو وژنه چې هغوی پخپله خوښه واده کوي د اسلام د تدریساتو او لارښوونو پر ضد کار دی.»

په پاکستان کې د غیرت په نامه وژنه

د سني اتحاد کونسل په نامه شورا علماو دا فتوا په می او جون میاشتو کې د غیرت په نامه د یو لړ وژنو څخه وروسته جاري کړه.

په لاهور کې یو پلار په دې تورن دی چې د جون په ۱۰مه یې خپله لور او د هغې مېړه د هغه له خوښې څخه پرته واده کولو له امله وژلي دي. د لاهور پولیس یوه ښځه په دې تورنوي چې خپله لور یې هم په دغه اونۍ کې له دې امله ژوندۍ سوزولې چې د کورنۍ له خوښې څخه پرته یې له یو چا سره واده کړی دی.

پولیسو وویل چې، د می په ۵ مه د خیبر پښتونخوا په ایبټ اباد کې د یوې قومي شورا غړو یوې ۱۶ کلنۍ نجلۍ ته له دې امله نشه یي مواد ورکړل، خفکۍ یې کړه او په اور یې وسوزوله چې هغې له خپلې ملګرې سره مرسته کړې وه چې له یوه کس سره وتښتي. هغوی په دې لړ کې ۱۴ کسان ونیول.

د سني اتحاد کونسل مشر صاحبزاده حامد رضا سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «د غیرت په نامه د هر ډول وژنو توجیه کول بدعت دی.»

د بشري حقونو فعالانو د دې فتوې ستاینه کړې، او ویلي یې دي چې په پاکستان کې د غیرت په نامه ډېرې ښځې وژل کیږي.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون (HRCP) په وینا، تېر کال کورنیو ته د بې عزتۍ ور اړولو په پلمه خپلوانو نژدې ۱۱۰۰ ښځې وژلي دي.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون (HRCP) مرستیال رییس اسد اقبال بټ سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، د اکثرو دغه ډول وژنو په هکله راپورونه نه ورکول کیږي.

هغه وویل، «د قرباني وژل د کورنۍ او قوم د اعتبار او عزت د بېرته پرځای کولو یوه لاره ګڼل کیږي.»

د مدني ټولنې ډلې غواړي چې د دغه ډول وژنو مخنیوی وکړل شي.

د جون په ۱۴مه، د بېلابېلو ډلو فعالانو د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د دې له پاره مظاهره وکړه چې د غیرت په نامه وروستۍ وژنې وغندي.

سني اتحاد کونسل د طالبانو د ځانمرګو بمي حملو پر ضد فتواوې جاري کوي

په تېر وخت کې، د سني اتحاد کونسل علماو د طالبانو، ترهګرۍ او د ځانمرګو بمي حملو پر ضد فتواوې جاري کړي دي.

په یوه فتوا کې چې د ۲۰۱۳ په جون کې خپره شوې وه، راغلي، «ځانمرګې حملې په اسلام کې منع دي، او هغه کسان چې د بې ګناه خلکو په وژنه کې لاس لري دوزخ ته ځي.»

دې ته ورته د ۲۰۱۲ په اکتوبر کې، د سني اتحاد کونسل لږ تر لږه ۵۰ تنو علماو په یوه فتوا کې طالبان او ترهګریزې حملې «غیر اسلامي» وبللې.

په فتوا کې طالبان له دین نه ناخبره ګڼل شوي او ویل شوي ول چې، «هغه تفسیر چې طالبان یې د اسلام په هکله کوي... د شریعت له معتبر تفسیر څخه انحراف دی،»

اسلامي علماء د طالبانو تهدیدونو ته سرونه نه ټیټوي. په لاهور کې اورپکو د ۲۰۰۹ کال په جون کې اسلامي عالم مفتي سرفراز نعیمي وواژه. د هغه له وژنې څخه یوه میاشت مخکې، د طالبانو دغه نه وېرېدونکي دښمن له حکومت سره مرسته وکړه چې د اسلامي علماو یو کانفرانس راوبلي چې په هغه کانفرانس کې ځانمرګي بمي بریدونه او د بې ګناه خلکو سرونه پرې کول غیراسلامي ګڼل شوي ول.

د غیر اسلامي عملونو مخالفت

رضا وویل، دیني علماء دا مسؤلیت لري چې پاکستانیان د طالبانو د ظلمونو او د غیرت په نامه وژنو په هکله له ریښتیاو څخه خبر کړي.

رضا سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «دا زمونږ مسؤلیت دی چې په ښکاره د طالبانو د اسلام ضد ځواکونو پر ضد ودرېږو،»

امنیتی کارپوهان په دې سره یوه خوله دي چې، دیني علماء کولی شي چې د خطبو او فتواو له لارې د عامو خلکو په پوهه کولو کې یو مهم رول ولوبوي.

په اسلام اباد کې مېشت د شخړو د حل عالم شجاع علي سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «په تېر وخت کې، طالبانو ګڼې داسې فتواوې ورکړې وې چې د پولیو ضد واکسین د کمپاینونو مخالفت یې کاوه او ځانمرګي بمي بریدونه او د بې ګناه خلکو وژنې یې توجیه کول،»

علي وویل، «دغه ډول جعلي فتواو یو شمېر خلک چې تعلیم یې کم وو، په ځانګړې توګه په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې تر یوه حده پورې بې لارې کړل،»

هغه وویل، البته، صحیح علماء، لکه هغه چې سني اتحاد کونسل پورې تعلق لري، کولی شي چې د دغه ډول جعلي فتواو غلطۍ خلکو ته وښیي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500