کراچۍ -- د پاکستان د مدني ټولنې ګروپونه د پوهنتون استادانو ته روزنه ورکوي چې د زغم او د اورپکۍ پر ضد مبارزې برخه وګرځي.
د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ (PIPS) چې په اسلام اباد کې د تحلیلګرانو یوه اداره ده په وروستیو کې یې د درې ورکشاپونو یوه سلسله دایره کړې وه چې د اسلامي څېړنو استادانو ته د سولې او زغم ته د ودې ورکولو په برخه کې روزنه ورکړي.
لومړی ورکشاپ د اپریل په ۲۷ - ۲۸ مه په کراچۍ کې د سیند ولایت، بلوچستان ولایت او کراچۍ ښار د پوهنتونونو د فاکولتو له پاره ترسره شو. د خیبر پښتونخوا او د فدرال له خوا د اداره کېدونکیو سیمو (فاټا) استادانو د می په ۳۰ -۳۱ مه په مري کې په دویمه ناسته کې برخه واخیستله، په داسې حال کې چې د پنجاب ایالت او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر استادانو د جون په ۱ - ۲ مه په مري کې په درېیم ورکشاپ کې برخه واخیستله.
د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ (PIPS) رییس محمد امیر رانا سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، د دغه ډول ښوونې او روزنې اصلي هدف دا دی چې د سوله ییز ژوند په برخه کې د پاکستاني ټولنې په وړتیاوو د هغوی اعتماد بېرته پرځای کړای شي.
رانا زیاته کړه چې هیله دا ده چې هغه استادان چې روزنه یې ترلاسه کړې ده به د زغم دغه پیغام له خپلو زده کوونکیو سره شریک کړي.
سولې ته په وده ورکولو کې د ښوونکیو رول
هغه کارپوهان چې د روزنې ناستې یې برابرې کړې دي، وایي چې د پوهنتونونو استادان د زغم لرونکیو، اورپکۍ ضد تعلیمي نتایجو په رامنځته کولو کې یو مهم رول لري.
رانا سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «ښوونکي باید په خپله څېړنه او همدارنګه نورو ته د ښوونې په برخو کې د معلوماتو او ارقامو د راټولونې او ارزونې له طریقو څخه کار واخلي،» او زیاته یې کړه چې د چلند دغه طریقه به د هغوی نصاب او تدریس له ایډیالوژیو څخه لیرې وساتي.
هغه وویل چې ښوونکي کولی شي چې کلیشه یي خبرې او فکرونه مات کړي.
په اسلام اباد کې د قایداعظم پوهنتون یوه پخواني استاد عبدالحمید نیر د کراچۍ په ناسته کې وویل، داسې خبرې اترې چې استدلال، د استدلال ځواب او د مخالفو لوریو نظریاتو په پام کې نیول په کې وي، دا د زده کړې غوره لاره ده.
نییر په ناسته کې وویل، «دا به په یوه ټولنه کې د دوه اړخیز موجودیت او جوړښت له پاره د فضا په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.»
هغه وویل چې پاکستاني ښوونکي باید د ټولنیز جوړښت په هکله د لومړنيو او ثانوي ښوونځیو په نصابونو کې درسونه ور زیات کړي.
هغه وویل، «ښوونکي باید د خپلې پوهې اساس پراخ کړي او داسې مذهبي معلوماتو ته وده ورکړي چې په دوه اړخیز ډول پرې توافق شوی وي.»
د سولې د کلتورغښتلي کول
پاکستان په هېواد کې د تحریک طالبان پاکستان د کلونو اوږدو ترهګریزو حملو نه وروسته د سولې د کلتور د جوړولو له پاره کار کوي.
رانا وویل، دا ورکشاپونه له دغه ډول تاوتریخوالي څخه وروسته د سولې د ښوونې او روزنې برخه دي.
هغه وویل، «ښوونکي باید په ټولګي کې د مذهبي جوړښت اړوند او سوله ییزو ویناوو ته وده ورکړي.»
د ورکشاپ برخه والو د رانا له خبرو سره موافقه وښودله.
د بلوچستان د پوسټ ګریجوېټ کالج یوه استاد شاهد بلوچ چې د کراچۍ په ناسته کې یې برخه لرله، سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، دغو ورکشاپونو له برخه والو سره مرسته وکړه چې پوه شي چې څنګه د خپلو شاګردانو یا زده کوونکيو چلند ته تغیر ورکړي.
بلوچ وویل، «د اسلامي مطالعاتو استادان کولی شي چې د سولې د ښوونکیو په توګه کار وکړي. ښوونکي په اسانۍ سره د ماشومانو او د پوهنتونونو د زده کوونکیو د لاس رسي له پاره مناسبه ټولنه ګڼل کیږي.»
د سیند او بلوچستان د علماوو یوه ګروپ په دې ټکي سره هوکړه وکړه چې د اوس وخت د پاکستاني ښوونځیو نصاب په دې کې پاتې راغلی چې جوړښت ته لاره هواره کړي.
بلوچ وویل، د ناقصو درسي کتابونو تر څنګ، بل دلیل استادان دي چې د صحیح چلند کولو په برخه کې ستونزې لري.
بلوچ زیاته کړه، «استادان باید په دې برخه کې مناسبه روزنه ترلاسه کړي چې څنګه د ټولو عقایدو زده کوونکیو ته توجه وکړي او په مناسبه توګه یې مخاطب کړي.»