امنیت

مهارت لرونکي اېف سي عسکر تیار دي چې د ترهګرۍ په وړاندې جنګ وکړي

ظاهرشاه

د خیبر پښتونخوا والي اقبال ظفر جګړا د مۍ په ۱۷مه په شبقدر کې د اېف سي د نویو استخدام شویو عسکرو د فراغت په مراسمو کې برخه واخیسته.

د خیبر پښتونخوا والي اقبال ظفر جګړا د مۍ په ۱۷مه په شبقدر کې د اېف سي د نویو استخدام شویو عسکرو د فراغت په مراسمو کې برخه واخیسته.

پېښور-- چارواکو وویل چې سرحدي ملېشه ځواک (اېف سي) چې په عصري ترهګرۍ ضد جنګي تخنیکونو،‌ او ساینسي زغره والو او متممو وسایلو سنبال دي،‌ تیار دي چې د خپلو محافظتي وظایفو تر څنګ چې د هغو له پاره روزل شوي ول‌،‌ د دښمنانو په مقابل کې په پوره متانت ودرېږي.‌

د خیبرپښتونخوا اېف سي ځواک په ۱۹۱۳ کال کې د سرحدي ملېشه پولیسو او سامانه رایفلز له سره ګډولو څخه رامنځته شو. د هغه نوم له هغه ځایه سرچینه اخلي چې هغه په لومړي ځل د هغو سرحدونو د څارنې له پاره په کار وګومارل شو چې د خیبرپښتونخوا (د هغه وخت د شمال لویدیځ سرحدي ایالت) استوګنیزې او قبایلي سیمې یې له هغو قبایلي حملو، جنایتکارو داړه مارانو او لوټوونکیو څخه جلا کولې چې په دغه حایل سیمه یې بفر زون کې فعالیتونه کول.

خو، په هېواد کې د ترهګرۍ د دورې په رامنځته کېدلو او د قانون او نظم په ګډوډۍ سره، اېف سي ته د خپلو مشخصو وظایفو تر څنګ ګڼ متنوع او ګڼ بعدي وظایف په غاړه ور واچول شول.

په دغو وظایفو کې د قانون او نظم د کنټرول او د ډپلوماټانو، حیاتي حکومتي تاسیساتو، ډېرو ډېرو مهمو کسانو/ډېرو مهمو کسانو، ګڼ ملتیزو کمپنیو او د هایدروپاور پروژو د امنیت ساتنې په برخو کې د قانون نافذوونکيو ملاتړ کول شامل دي.

خواوشا ۲۰۰۰ ځوانان د ترهګرۍ پرضد جګړې له پاره له اېف سي سره یوځای کیږی

په شبقدر فورټ کې د مۍ په ۱۷مه د خپلې روزنې له بشپړولو څخه وروسته د اېف سي ۱۹۷۵ تنه ځوانان دې ته تیارشول چې له خپلې مورنۍ خاورې څخه دفاع او د قوماندان صفت غیور او نورو، چې د خپلې خاورې د ساتنې په برخه کې یې قربانۍ ورکړې دي، د قربانیو قدرونه وکړي. غیور د ۲۰۱۰ کال په اګست کې په یوه ځانمرګې حمله کې ووژل شو.

د چارسدې اوسېدونکي نوي فارغ شوي ذاکرالله سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «مونږ غواړو چې له خپلې خاورې څخه د ترهګرۍ جرړې وباسو او راتلونکيو نسلونو ته یو سوله ییز پاکستان په لاس ورکړو.»

هغه وویل، «مونږ تیار یو چې خپل ژوند قرباني کړو، خو مونږ به اجازه ورنه کړو چې ترهګر زمونږ بې ګناه ماشومان، ښځې او ملکیان ووژني، سوله به په هرقېمت حتی که زمونږ د ژوند په بیه هم وي راځي، دا ترهګرو ته یو ډېر روښانه پیغام دی.»

د مانسهرې ولسوالۍ د اوږۍ کلي اوسېدونکی عقب خان هم لېوال دی چې په سختو سیمو کې په کار وګومارل شي.

ع سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «دا زما له پاره یوه لویه ورځ ده، کله چې زه له ځواک سره یوځای شوم، زه د ملکي خلکو په وړاندې د ترهګرو د وحشتونو له امله سخت خفه وم، خو نن ورځ، زه د ارامۍ احساس کوم چې ما دا جواز ترلاسه کړ چې د هغوی پرضد جنګ وکړم او له منځه یې وېسم.»

هغه وویل، «دا زما د مور او پلار هیله وه چې زه یو عسکر شم او خپلې خاورې ته سوله راوړم او زه دې ته تیار یم چې تر هر حده پورې مخکې لاړ شم او اورپکو او ترهګرو ته چې د پاکستانیانو له پاره یې ژوند په دوزخ بدل کړی دی، ماتې ورکړم.»

د شبقدر اوسېدونکی نعیم الله باور لري چې هغه دې ته ژمن دی چې له خپلې مورنۍ خاورې څخه دفاع وکړي او وظیفې ته وځي.

نعیم الله سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «مونږ نه یوازې دا چې باید دفاع وکړو، بلکه مونږ باید لاړ شو او هغوی ته چې دا جرئت کوي چې زمونږ د هېواد سوله ییز اتموسفیر مختل کړي، ماتې ورکړو.»

د خیبر پښتونخوا والي اقبال ظفر جګړا چې د مۍ په ۱۷مه د فراغت د مراسمو مشر مېلمه وو د افسرانو او ځوانانو قربانیو ته یې پېرزوینې وړاندې کړې.

جګړا وویل، «ټول ولس د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له امنیتي ځواکونو سره متحد ودرېد چې د کورنیو او بهرنیو ګواښونو پر ضد د مورني هېواد ساتنه وکړي.»

غوره سرتېرو ته د امتیاز د تمغو د ورکولو پر وخت هغه وویل، ولس د عسکرو او په ځانګړې توګه د اېف سي د ځوانانو چې د تېري کوونکیو پر وړاندې د دفاع لومړۍ کرښه جوړوي د لوړو قربانیو په ورکړه افتخار کوي.

حکومت د اېف سي د پیاوړي کولو له پاره ۳ میلیون روپۍ اعلان کړې

والي نویو فارغو شویو عسکرو ته اطمینان ورکړ چې د هغوی ټولې اړتیاوې به په پام کې ونیول شي او ۳ میلیونه روپۍ (۲۸۷۴۲ ډالر) یې د اېف سي او د هغو منسوبینو له پاره چې له کاره رخصتېږي د ښېګنې د کارونو له پاره اعلان کړې.

والي وویل چې، سوله د هېواد په ډېرو برخو کې د پوځ، اېف سي او نورو قانون نافذوونکیو ادارو د هڅو په نتیجه کې بېرته پرځای شوې ده.

د اېف سي قوماندان لیاقت خان وویل، «دغه زړور او لوړهمته ځواک د خپل ۱۰۰ کلن عمر په دوران کې د هېواد د خپلواکۍ او ځمکني تمامیت د ساتنې له پاره ګڼ سخت کارونه ترسره کړي دي، خو د ترهګرۍ پر ضد د جګړې له امله د اېف سي په رول کې یو لوی تغیر رامنځته شو او یو داسې ځواک چې اصلي وظیفه یې دا وه چې د استوګنې د سیمو او قبایلي سیمو تر منځ د سرحدي سیمو څارنه وکړي، د ترهګرۍ د ګواښ د ځپلیو له پاره لاس په کار شول.»

هغه وویل چې اېف سي دغه وظیفه په بې سابقې روحیه او زړورتیا سره اخیستې ده، او زیاته یې کړه چې په دغه ځواک باندې د موجود ګواښ د له منځه وړلو او د مورني هېواد د امنیت د ډاډمنولو د مسؤلیت ترسره کولو باور شوی دی.

هغه وویل چې سرحدي ملېشه ځواک (اېف سي) د دې په شمول چې په عصري زغره والو او متممو وسایلو سنبال دی، د چټک غبرګون د ځواک د ډلګیو شمېر یې ډېر کړای شوی، نوې پوستې یې جوړې کړې او د عصري وسلو د کارولو په برخه کې روزنه ورکول کیږي، یو شمېر ګامونه اخیستي دي، خو لا هم ډېر نور څه باید وکول شي چې له هغوی څخه داسې یو پیاوړی جنګي ځواک جوړ شي چې په لومړیو کرښو کې د ترهګرۍ پر ضد وجنګیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500