امنیت

د پنجاب پولیس د اورپکو پر ضد تعقیبي ګامونه پورته کوي

جاوېد محمود

د پنجاب د پولیسو لوی مشر مشتاق احمد سکهیرا (چې مټې یې یوه پربله ایښې دي) او نور چارواکي په دسمبر کې په لاهور کې هغه موټرسایکلونه ګوري چې ډولفین ځواک ته ورکول شوي دي. د پنجاب پولیسو ډولفین ځواک د دې له پاره روزلی چې نظم وساتي او د عاجلو پېښو په وړاندې چټک غبرګون وښيي. [جاوېد محمود]

د پنجاب د پولیسو لوی مشر مشتاق احمد سکهیرا (چې مټې یې یوه پربله ایښې دي) او نور چارواکي په دسمبر کې په لاهور کې هغه موټرسایکلونه ګوري چې ډولفین ځواک ته ورکول شوي دي. د پنجاب پولیسو ډولفین ځواک د دې له پاره روزلی چې نظم وساتي او د عاجلو پېښو په وړاندې چټک غبرګون وښيي. [جاوېد محمود]

لاهور-- چارواکو وویل چې د پنجاب پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) په ۲۰۱۵ کال کې ۷۰ تنه اورپکی ووژل او له ۲۵۰ تنو څخه ډېر نور چې د ترهګرۍ شک پرې وو، یې بندیان کړل. په دغه کال کې په امنیتي وضعه کې پرمختګونه وشول.

د ترهګرۍ ضد څانګې ویاندې د جون په ۳ مه سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې د پنجاب پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) په وروستیو میاشتو کې هدفي عملیات ترسره کړل چې هغه اورپکي چې له القاعدې سره يې رابطه لرله یا دا چې له القاعدې سره د رابطې شک پرې کېده، تحریک طالبان پاکستان، او نورو ممنوع ګرځول شویو ډلو پورې یې اړه لرله، یوه ځای ته سره ټول کړي.

هغې وویل، د ترهګرۍ ضد څانګې عملیات په هغو اورپکو باندې متمرکز ول چې د ولایت په بېلابېلو برخو کې پټ شوي ول.

ویاندې په پنجاب کې د عراق او شام د اسلامي دولت (داعش) د موجودیت راپورونه رد کړل او ویې ویل چې پولیس به پرته له دې چې له چا سره تړون په پام کې ونیسي د ایالت په هېڅ ځای کې د اورپکو حضور ونه زغمي.

هغې وویل، د ترهګرۍ ضد د څانګې (CTD) پرسونل په ایاللت کې له ملېشې او استخباراتي ادارو سره همغږي کوي چې د هدفي عملیاتو بریالیتوب یقیني کړي.

د پنجاب د قانون وزیر رانا ثناءالله د جون په ۲ مه په یوه بحث کې چې په یوه خصوصي تلوېزیوني چېنل خپور شو وویل چې د پنجاب پولیسو خپل عملیات پراخ کړي چې اورپکي کمزورې کړي.

هغه وویل چې د درجنونو اورپکو وژل او د هغوی د سلګونو ملګرو بندي کول د ترهګرۍ او افراطیت په له منځه وړلو کې د پنجاب د حکومت ژمنتیا ثابتوي.

د پنجاب حکومت قانون نافذوونکیو ته حکم وکړ چې د اورپکو او جنایتکارانو په وړاندې له کوم رحم څخه پرته هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي.

په ټول هېواد کې د امنیت ښه کول

په اسلام اباد کې د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو د انسټیټیوټ (PICSS) تحلیلګرانو په وروستیو وختونو کې وویل چې په ۲۰۱۵ کال کې د امنیتي ځواکونو د دوامدارو عملیاتو په نتیجه کې په ټول هېواد کې امنیت ښه شوی دی.

د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو انسټیټیوټ (PICSS) په خپل کالني راپور کې چې په مۍ کې یې خپور کړ، وویل چې تېر کال د پنجاب پولیسو ۳۸ تنه اورپکي ووژل او ۷۶۹ تنه شکمن اورپکي یې بندیان کړل.

خو د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو انسټیټیوټ (PICSS) خبرداری ورکړ چې که د پنجاب چارواکي لاس په کار نشي نو کېدای شي چې د پنجاب ځوانان د داعش په لومو کې ونښلي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو انسټیټیوټ (PICSS) دا موندلې ده چې داعش په پنجاب کې یو منظم حضور نه لري خو په پنجاب کې یو شمېر عناصر ورسره خواخوږي لري.

البته، هغوی یادونه کړې ده چې په ۲۰۱۵ کال کې چارواکو د اورپکو پر ضد بریالیتوبونو کې کریډیټ ترلاسه کړی دی.

تېر کال، په ټول هېواد کې ۲۳۱۲ تنه اورپکي، ۳۸۲ تنه امنیتي پرسونل او ۳۳ تنه حکومت پلوي جنګیالي په جګړو کې ووژل شول.

سربېره پر دې، امنیتي منسوبینو په ټول هېواد کې ۶۳۹۲ شکمن اورپکي او د هغوی پلویان ونیول.

د راپور په اساس، پاکستان د ۲۰۱۴ کال په نسبت په ۲۰۱۵ کال کې د ترهګریزو پېښو په شمېر کې ۳۳٪ کمی او د وژل شویو امنیتي پرسونل په شمېر کې ۴۱٪ کمی ثبت کړ.

تحلیلګران د پرمختګ ستاینه کوي

امنیتي تحلیلګران له نتایجو څخه خوښ دي خو غواړي چې د اورپکو پر ضد دوامدار ګامونه واخیستل شي.

په پېښور کې مېشت د امنیتي چارو تحلیګر برید جنرال محمودشاه سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «د اورپکو په وړاندې عملیات باید په پنجاب کې چې تر ټولو لوی ایالت دی دوامدار وي.»

کراچۍ مېشتي د امنیتي چارو تحلیلګرمتقاعد ډګروال مختاراحمد بټ سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، چې نورو معلوماتو ته ضرورت دی.

هغه وویل، «مونږ په شمالي وزیرستان او کراچۍ کې د عملیاتو په هکله منظم تازه معلومات ترلاسه کوو خو په داخل کې له پنجاب څخه مونږ هېڅ معلومات نه ترلاسه کوو.»

هغه وویل چې جنوبي پنجاب باید د شمالي وزیرستان په څېر او کراچۍ په څېر پاک کړای شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500