تروريزم

ازبکستان او قزاقستان په شریکه د افراطیانو په وړاندې مبارزه کوي

ماکسیم ینیسیوف

د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف (چپې خوا ته) له خپل سیال نورسلطان نظربایوف سره په استانه کې د اپریل په ۱۵مه ستړي مه شي کوي. [د نظربایوف د مطبوعاتي دفتر انځور چې ماکسیم ینیسیوف ترلاسه کړی دی]

د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف (چپې خوا ته) له خپل سیال نورسلطان نظربایوف سره په استانه کې د اپریل په ۱۵مه ستړي مه شي کوي. [د نظربایوف د مطبوعاتي دفتر انځور چې ماکسیم ینیسیوف ترلاسه کړی دی]

تاشکند -- ازبکستان او قزاقستان د تروریزم او افراطیت خلاف خپلې هڅې شریکوي.

ازبکستان په مرکزي اسیا کې تر ټولو زیات نفوس لرونکی هیواد دی، په داسې حال کې چې قزاقستان په سیمه کې تر ټولو ستر اقتصاد لري.

د دې هیوادونو د قانون نافذوونکو ادارو استازو د می په ۲۰مه د قزاقستان په شیمکینت کې د دې لپاره راغونډ شوي ول چې د افراطیت او خپله سرحدي سیمه کې د پولې پورې غاړه جنایتونو پر ضد شریک پلان باندې خبرې وکړي.

چارواکو د سرحدي سیمې په امنیت کې د خپلو هیوادونو د همکارۍ لپاره قراردادونه لاسلیک کړل.

دا خبر وروسته له هغې راغی چې دغو هیوادونو د می په ۲مه نېټه د خپلې پولې د ټاکلو په اړه اخري قرارداد وکړ.

په دې معامله دوی له ۲۰۰۴ کال راهیسې خبرې کولې.

په تاشکند کې د مشرقي مطالعاتو د انسټیټوټ یو څېړنکار اوتابک خایتکولوف سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې د دوی شریکه پوله، چې شاوخوا ۲۱۵۹ کیلومیتره اوږده ده، "په مرکزي اسیا کې تر ټولو اوږده پوله ده. هره ورځ په زرګونو خلک په دې پوله دواړو لورو ته اوړي."

خایتکولوف وویل شوروي چارواکیو چې دغه پوله په ۱۹۲۰مو کلونو کې د هغه وخت د شوروي جمهوریتونو ترمنځ راښکلې وه "د [یو بل ته مخامخ] ولایتونو اتنیکي جوړښت یې د پام وړ نه وو ګڼلی،" چې دا خبره په ۱۹۹۱ کې د شوروي اتحاد له سقوط وروسته د پولې په سر د جنجالونو نتیجه شوه.

هغه وویل، د بېلګې په توګه، د ۲۰۱۶ د احصایو له مخې، د جنوبي قزاقستان ولایت ۱۶.۸٪ نفوس اتنیکي ازبک دي، او زیاته یې کړه چې د ازبکستان په درې ولایتونو کې د اتنیکي قزاقیانو سترې ټولنې ژوند کوي.

د تاشکند ولایت اوسېدونکي دونیارعلیوف سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، "په ۱۹۹۰مو کلونو کې مستقیمې پولې نه وې، چې دا خبره د ډېرو ستونزو سبب شوه او د کوچنیو قاچاقونو په ګډون د جرمونو لامل شوه."

د یوې شریکې حل لارې موندل؛ د تروریزم پر ضد درېدل

خو، دغه هیوادونه د شوروي د وخت نه پس د پیل د سختو کلونو نه وروسته په ۲۰۱۵-۲۰۱۶ کې د همکارۍ یوې نوې سطحې ته رسېدلي دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فرید عمروف سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، "د ازبکستان او قزاقستان د پولې د ټاکلو کمیسیون د می په ۲مه د قزاقستان په ګلستان کې جوړ شوی وو. ټولې مسلې پکې حل شوې وې."

د پولې په سر د اوږده وخت جنجال حل کول به دغه هیوادونه په دې وتوانوي چې په شریکه د هغو افراطیانو خلاف اقدامات وکړي چې ښايي د پولې د خرابو او بې ترتیبه امنیتي حالت څخه غلطه استفاده کړې وي. قزاقستان د جون په ۵مه نېټه په اکتوبي کې د ترورستي برید د قربانیانو په غم کې دی، په داسې حال کې چې ازبکستان په دې قهرجن دی چې یو داسې ترورستي غورځنګ چې د هیواد له نوم څخه یې کار اخلي -- یعنې د ازبکستان اسلامي غورځنګ -- په افغانستان او پاکستان کې فعالیتونه کوي.

د کلونو په اوږدو کې د دغو هیوادونو ولسمشرانو تکراراً په دې خبره زور راوړی دی چې په شریکه د تروریزم او افراطیت په وړاندې مبارزه وکړي او په سیمه کې ثبات راولي.

د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایوف په استانه کې د اپریل په ۱۵مه د خپل ازبک سیال اسلام کریموف سره د مشرتابه په غونډه کې، د هغه د خبرو د متن له مخې، وویل، "قزاقستان او ازبکستان باید په نړیوال ډګرکې د یو بل ملاتړ وکړي او باید د شریکو اقداماتو په عملي کولو کې برخه واخلي. د نړیوال تروریزم او .. افراطیت خلاف زمونږ شریک مخالفت د فوري اهمیت مسئله ده."

کریموف د رهبرۍ په دغې غونډه کې وویل، "زمونږ د دولتونو ترمنځ نږدې همکاري د سولې، سکون او ثبات لپاره ضروري ده. په افغانستان کې چټک ثبات او په دغه هیواد کې سوله زمونږ د سیمې او د دې له پولو ورهاخوا امنیت او ثبات له پاره اساسي اهمیت لري."

په شریکه د پولې امنیت جوړول

د دغو هیوادونو قانون نافذوونکو ادارو د پولې په امنیت کې د همکارۍ لپاره لا د مخه کوټلي ګامونه اخیستي دي.

د ازبکستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند سمویل پیتروسیان سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، "د ازبکستان یوه قانون نافذوونکی پلاوي د می په ۲۰مه نېټه په جنوبي قزاقستان ولسوالۍ کې د خپلو قزاقستاني سیالانو سره ولیدل."

هغه وویل، "هغوی د غیرقانوني مهاجرت، د پولې پورې غاړه جرمونو او افراطیت سره مبارزې له پاره د مقابلې په شریکو تدابیرو خبرې وکړې."

پیتروسیان وویل چې چارواکیو "یوه همغږې کاري ډله جوړه کړله چې د شکمنو کسانو په اړه د معلوماتو په تبادله باندې کار وکړي او شریک عملیات ترسره کړي. هغوی د دې کاري ډلې د عملیاتو په تړاو اسناد لاسلیک کړل."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500