د پاکستان فارورډ د تبصرو پاليسي

تبصرې برابرول له موږ سره د ویب پاڼې په ښه والي کې مرسته کوي او د لوستونکو لپاره يو فورم رامنځته کوي. موږ هيله لرو چې تاسو به د تبصرو په اړه زمونږ پاليسۍ تعقيبوۍ. ستاسې له خوا نظرونه سپارل دا څرګندوي چې د دغه پالیسۍ سره موافق یاست. موږ د یو لړ پراخو موضوعګانو په اړه بحث هڅوو؛ مهرباني وکړئ دا په یاد ولرئ چې خپاره شوي تبصرې د هغه کسانو نظرونه او مفکورې څرګندوي کومو چې دغه تبصرې سپارلې دي. کومې مفکورې، نظرونه یا فکرونه چې په دغو تبصرو کې څرګند شوي دي، مونږ د دې سره موافقه نه لرو او نه یې تل تصديق کوو خو موږ تاسو ته يو فورم وړاندې کوو چې ستاسو او د لوستونکو د خوښې په موضوعاتو بحث وکړی شې.

1. دا یو معتدل فورم دی. پاکستان فارورډ به د تبصرو څارنه کوي او دا حق لرې چې هغه تبصرې سمې کړي، لرې کړي يا بدلې کړي کومې چې دا نامناسبه ګڼي.

2. پاکستان فارورډ ته تبصرې سپارل دا څرګندوي چې تاسو د تبصرو په دې پاليسۍ کې د بيان کړی شوي اصطلاحاتو سرہ تړون او موافقه کوۍ.

3. هغه ټولې مخابرې چې پاکستان فارورډ ترلاسه کوي د خپرولو لپاره دي پرته له هغې چې په لومړني پېغام کې د ليکوال لخوا بل ډول څرګندې شوې وي.

4. دا تبصرې د مرکزي آسیا د خلکو لپاره دي. د پاکستان فارورډ فیچرونو او مقالو په اړه تبصرې د دې لپاره دي چې له يوه متمدنه او خپلواکه توګه په تازہ موضوعاتو باندې د خلکو ترمنځ نظرونو او خبرو اترو بدلون د ټولو لوستونکو لپاره را منځته کړي.

5. پاکستان فارورډ دا حق لرې چې ټولې تبصرې سمې کړي. د پاکستان فارورډ د فیچرونو او مقالو په اړه نظرونه بايد د موضوع اړوند وي.

6. هغه نظرونه چې ناوړه، تیري کوونکي وي يا په هغې کې د مقدساتو سپكاوى شوی وي يا د نژاد پرستۍ مواد لري او داسې نور مواد په کې شامل وي، هغه به نه خپرول کیږي. ښکنځلې، شخصي بريدونو، د نژاد پرستۍ تبصرې، تاوتريخوالي را منځته کول، ګواښونه کول، او یا د تبصره کوونکي له خوا بې حرمتي کول به نه خپرول کیږي.

7. د تجارتي شرکتونو او یا د اړوندو تجارتي فعالیتونو لپاره تبليغات به نه خپورل کیږي.

8. پاکستان فارورډ هیڅ مکلفیت نه لري چې د تبصرو څارنه وکړي يا دا تبصرې سمې، سانسور کړي يا د تبصرو مسئولیت په غاړه واخلي. ښایي پاکستان فارورډ د خپلې تبصرې د پالیسۍ د سرغړونې پر ضد ګامونه ترسره کړي یا ترسره نه کړي. تبصرې وړاندې کونکي باید یقیني کړي چې د دوی تبصرې قانوني دي او د بيان کړی شوي لارښود سرہ سم دي.

9. د خپرولو له مخکې، موږ د شخصي ایمیل ادرسونه د تبصرو نه لرې کوو.

تبصرې مکرري پوښتنې

په پاکستان فارورډ باندې نظرونه وړاندې کول د خلکو ترمنځ د پراخه خبرو اترو او نظرياتو د بدلون را منځته کولو لپاره دي.

تاسو ولې د لوستونکو تبصرې معتدل کوۍ؟

زموږ موخه دا ده چې په عمومي ډول د لوستونکو لپاره یوه حقیقي تبصره برابر کړو. د وړاندې کیدونکي تبصرو په کتنې سره موږ يوه داسې فضا جوړه کړې په کومه کې چې لوستونکي کولای شي چې د ځیرک او باخبره تبصرو تبادله وکړي. دغه تبادلې به زمونږ د خبرونو او معلوماتو کیفیت لوړوي.

په داسې حال کې چې هغه زیاتره تبصرې به خپرول کیږي کومې چې د موضوع اړوندې وي او ناوړه نه وي، د اعتدال راوستلو پریکړې شخصي دي. موږ به د خپل وس سره سم دا برابر او سمې کړو.

تاسو د کوم ډول تبصرو په لټه کې يۍ؟

موږ د هغو فكري تبصرو درناوی کوو کومې چې مختلف نظرونه څرګندوي او تبصره کوونکي په چټکۍ او درناوې سره خپل نظر وړاندې کوي. موږ هڅه کوو چې بحثونه د يو لوستونکي او یا مختلفو لوستونکو له خوا د تکراري تبصرو نه خوندي وساتو. موږ هم دغه معیارونه د پاکستان فارورډ لپاره تعقیبوو کوم چې دا څرګندوي.

يو څو شيان چې موږ یې نه زغمو: شخصي بريدونو ( پر لوستونکو یا ليکوالو)، فحشاء، دمقدساتو سپكاوى، بازاريتوب،(په شمول تکيه کلام او ليکونه چې شاته ورپسې ډيشونه وي)، تجارتي ترفېع، جعل کاري، نامناسبوالى او چيغې. سربیره پردې موږ به په تبصرو کې ورکړی شوي لينکونو تعقيبوو څو وګورو چې دغه لينکونه د پاکستان فارورډ د معيارونو سره سم دي او که ضروري وي نو چې دغه لينکونه معتدل کړو.

آیا تاسې تبصرو کې بدلون راولۍ؟

په عمومي توګه، نه. خو پاکستان فارورډ دا حق لرې چې د مضمون، وضاحت، له موضوع سره تعلق، او طول لپاره د ټولو تبصرې سمې کړي.

د پاکستان فارورډ د انتقاد په اړه؟

موږ د خپلو کارونو په اړه د قوي نظرونو او انتقاد هرکلی کوو، خو موږ نه غواړو چې دغه نظرونه زمونږ د پالیسیو په اړه بحثونو کې خنډ جوړ شې او موږ به په مناسب ډول په دغه نظرونو کې بدلون راولو.

نور څه؟

پاکستان فارورډ ته تبصرې سپارل دا څرګندوي چې تاسو د تبصرو په دې پاليسۍ کې د بيان کړی شوي اصطلاحاتو سرہ تړون او موافقه کوۍ. ښایي د دغه پالیسۍ یوه برخه یا ټوله پالیسي پرته له خبر ورکولو بیا برابر کړی شي.