د مسؤلیت ردونه

پاکستان فارورډ يوه ويب پاڼه ده چې د يو ايس سينټکوم له خوا سپانسر شوې ده. دا ويب پاڼه به د شریکې همکارۍ له لارې په پاکستان کې د ټيکاو او ثبات په لورغورځنګ په ګوته کوي. پاکستان فارورډ پرهغه پرمختګونه تمرکز کوي کوم چې په سیمه کې د تروریستي فعالیتونو او د ترهګرۍ سره ملاتړ دواړو کې خنډ دي. دا ويب پاڼه خبرونه، تجزيي اود استخدام شوي ځايي خبريالانو له خوا مرکو ته کوريج ورکوي. دا ځايي اورېدونکو ته په سیمه کې د راتلونکي ثبات په اړه د معلوماتو يوه پراخه پورټل ورکولو لپاره جوړه شوې ده.

د لينکونو د مسؤلیت ردونه

له پاکستان فارورډ څخه نورو ويب پاڼو ته لينکونه، لکه د متحده ايالاتو حکومت او یا د تجارت، شرکت يا د شرکت د نومونو په دې ويب پاڼه کې استعمالول، د لوستونکو د اسانتيا لپاره دي. دغه ډول کارول په هر ډول د متحده ايالاتو د دفاع وزارت له خوا د خصوصي سکتور ویب پاڼې، پيداوار يا د خدمت په اړه حکومتي تاېېد يا منظوري نه څرګندوي. د متحده ايالاتو د دفاع وزارت په دغه معلوماتو باندې سرمقاله کنترول نه لري کوم چې تاسو په دې ويب پاڼو کې تر لاسه کوۍ. دا ډول ورکړی شوي لينکونه د دې ويب پاڼې د دريځ سره سم دي. موږ د پاکستان فارورډ په وړاندې ټول لينکونو ته هرکلې کوو.

د چاپ د حق معلومات

تر څو چې د چاپ حقوق څرګند نه وي، نو په دې ويب پاڼه کې معلومات په دايرہ عام کې دي او دغه معلومات له اجازې پرته کاپي کيدی او ویشل کیدی شي. د معلوماتو اصلي منبع ته حواله ورکولو څخه مننه کوو. که د چاپ حقوق په يو انځور، ګرافک او یا نورو موادو باندې وې، نو د دغو موادو د کاپي کولو اجازه باید د اصلي منبع څخه ترلاسه کړۍ.

د مسؤليت ردونه

په پاکستان فارورډ باندې دقيق او بشپړ معلومات ورکولو لپاره هر اړخیزې هڅې کولې شې. خو موجود اسنادو د مقدار له امله، چې زياتره په لنډ وخت کې اپ لوډ کیږي، موږ د ورکړی شوي معلوماتو د سموالي تضمين نه شو ورکولی.

په دې ويب پاڼه کې د معلوماتو د روغوالي په اړه، نه د امریکا حکومت، او نه د امریکا د دفاع وزارت او یا د هغوی کارکوونکې یا قراردادیان تضمین ورکوي، که دا تضمين ښکاره وې او که پټ. دوی د پاکستان فارورډ ويب پاڼه کې موجود اسناد د سوداګرۍ او يا د يو ځانګړي مقصد لپاره د کارولو په اړه ضمانتونه هم نه ورکوي.

د امریکا د دفاع وزارت او د نورو حقوقي بنسټ رياست چې په هره لاره يي د پاکستان فارورډ د معلوماتو تيارولو، ټاپولو او یا خپرولو کې مرسته کړي ده ، هغوی په عمومي توګه د دې معلوماتو نامناسبه، ناسمه او یا جعلي استعمال له امله را مځته شوي تاوان مسؤليت ردوي. سربیره پر دې، نه د امریکا د دفاع وزارت او نه د ددوې قرارداديان باید د مالي او یا نورو پايلو کې مسؤليت ردوي چې د دې ويبپاڼه کې د موادو نامناسبه، ناسمه او یا جعلي استعمال له امله رامنځته شوې يي. د پاکستان فارورډ د معلوماتو نه سلا اخيستل يا استعمال به په اتوماتيک ډول د مسؤليت پورته دادعا بشپړ منلو مانا ورکوي.

د پټنتيا او امنیت اعلامیه

د متحده ايالاتو د دفاع وزارت د معلوماتو د شمير لنډيز او څرګندول چې کوم معلومات تر ټولو او لږ تر لږه خلک خوښوې او یا د سیستم د فعالیت او یا ستونزې په ګوته کولو لپاره سافټ ویر پروګرامونه کاروي. لاندې چې کوم معلومات دي، دا موږ ستاسو په اړه راټولوو کله چې تاسو د پاکستان فارورډ ويب پاڼه ګورۍ: د انټرنېټ ډومين، کم نه چې تاسو د پاکستان فارورډ ويب پاڼه ګورۍ او همدا ډول د نېټې او وخت په اړه معلومات. که تاسو خپل شخصي معلومات پاکستان فارورډ ته په برېښناليک پېغام کې ورکول غواړۍ، نو موږ به دا معلومات ستاسو د ايميل د ځواب لپاره استعمالوو.

د ويب پاڼې د امنیت او د دې یقیني کولو لپاره چې دا خدمت ټولو کارنانو ته ورسې، د متحده ايالاتو د دفاع وزارت سافټ ویر پروګرامونه کاروي چې د معلوماتو ناقانونه پورته کول يا بدلول او يا بل ډول زيان رسول په ګوته کړي. د دې څارنې په پایله کې تر لاسه شوې معلومات د قانون د پلي کولو په تحقیقاتو کې کارولی شي. د معلوماتو د پورته کولو بې اجازه هڅې یا د دغه خدمت د معلوماتو بدلون په کلکه منع دې او ۱۹۸۶ د کمپیوټر د درغلۍ او ناسم ايکټ او ټايټل ۱۸ ، يو.اس.سې سيکشن ۱۰۰۱ او ۱۰۳۰ تر لاندې به د سزا وړ دي. له پورته موخو پرته، نورې هڅې نه کوو چی د کسانو یا د هغوی د معلوماتو کارولو تشخېص وکړو.

د زیاتو معلوماتو لپاره

که تاسود دلته وړاندې شوي معلوماتو په اړه پوښتنې یا تبصرې لرۍ، نو مهرباني وکړۍ د ويب د معلوماتو مدیرانو ته ایمیل وکړئ. [مونږ سره اریکه ونیسئ].