امنیت

بريد کونکی، چې د تحريک لبيک يا رسول الله پاکستان سره تړاو لري، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال د زخمي کولو نه وروسته ونيول شو.

کرېملین د تهران د فرقه ییزې اجندا ملاتړ کوي او په دې توګه هڅه کوي چې په منځني ختیځ، افغانستان، منځنۍ اسیا او اخوا خپلې اړیکې بیا قوي کړي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو دوه ځله د دغه فاونډيشن په مرکز باندې چهاپه ووهله او څلور غړي یې د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ قول (آی آر جي سي) سره د اړیکو لرلو او په سوریه کې د جګړې لپاره د پاکستاني شیعه ګانو په دوامداره توګه د ګومارلو له کبله ونیول.

ایراني پلان جوړوونکو د درې میاشتو په موده کې په دویم ځل هڅه کړې چې د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان د طبیعي ګيس په پایپ لاين -- يو داسې پروجيکټ، چې تهران يې په کلکه مخالفت کوي -- باندې د برید لپاره طالبان استعمال کړي.‌

پاکستاني پوځ د اپریل په ۱۱ مه په بره او کوز دير کې امنیتي وظیفې سول حکومت ته وسپارلې.

په تورخم پوله باندې دا غونډه وروسته له هغې ترسره شوه کله چې د پولې په اوږدو کې د تاوتریخوالي یوه پيښه رامنځته شوه. څارونکي وايي دا ډول غونډې به اړیکې ښه او تاوتریخوالی کم کړي.

قومي مشرانو او ځایي چارواکو په چټکۍ سره وضعیت ښه کړو او ويې ویل چې د پولې په اوږدو کې جګړه یوازې ترهګرو ته ګټه رسوي.

د پوهاوي روان کمپاین په وزیرستان کې خلکو ته پوهه ورکوي چې څنګه د لاس جوړي شوې چاوديدونکي وسيلې، ځمکني ماينونه او نورې چاوديدونکي وسيلي، چې د طالبانو نه پاتې شوې دي، وپيژني.

چارواکو هغه درې کسان هم ونیول چې په پاړه چنار کې په دریو ترهګريزو بریدونو کې په لاس لرلو تورن وو.

چارواکي وايي، د فاټا او خیبر پختونخواه ترمنځ د سپوږمۍ په شکل کې ۳۱ چيک پوسټونه به د ترهګریزو ګواښونو مخنیوی وکړي.