امنیت

ځایي چارواکي او قومي مشران وایي، طالبان د یوه پټ ګروپ له وېرې، چې د افغان حکومت له خوا حمایه کیږي او د اورپکو پر ضد جنګ کوي، د شپې خوب نشي کولی.‌

د افغانستان د دفاع وزارت د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله مړینه تایید کړه او امنیتي تحلیلګرانو دا اورپکو ته یو 'لوی زیان' وباله.‌

د خیبر پښتونخواه پولیس هر ممکن ګام پورته کوي چې په اختر کې د عامه سیمو ساتنه وکړي.

شنونکي وايي، د ۳.۷ میلیونو امريکايي ډالرو مرستې به په پاکستان او ټوله سیمه کې د نشه یي توکو د قاچاق او اورپکۍ پر وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي.

چارواکي په نوې ضم شوي خیبر پښتونخواه او فاټا کې د ښه امنيت له کبله چيک پوسټونه لرې کوي او سړکونه خلاصوي.

چارواکي وايي، امنیتي تدابیر نیول شوي چې په ځانګړي توګه د روژه ماتې او د مانځه په وختونو کې د خلکو ساتنه وکړي.

آی ايس پي آر وويل، د چاودېدونکو توکو ډک يو ګاډی، چې پنځه ځانمرګي بريد کوونکي يې وړل، د ايف سي مرکز ته د ننوتلو هڅه وکړه، خو سرتيرو هغوی ودرول او ويې وژل.

سلمان بدیني د پولیسو افسرانو او د هزاره ټولنې د ۱۰۰ نه د زياتو غړو په وژلو کې مطلوب و. چارواکي وايي چې هغه د داعش سره هم تړاو لرلو.

د طالبانو تش په نامه قاضي القضات مولوي عبدالحکیم په یوه لیک کې، چې ادعا کېږي د هغه دی، لیکلي چې دا د طالبانو مسؤلیت دی چې د سولې لپاره د افغانانو د هیلې درناوی وکړي.‌

چارواکي وايي چې دا باړ به د پولې دواړه غاړو ته د وسله والو تګ راتګ کم کړي او د ښه اړیکو لپاره به لاره هواره کړي.