کډوالان

د ملګرو ملتونو یوه پلاوي، چې د پاکستان یوې فلمي لوبغاړې ماهره خان یې ملګرتیا کوله، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره وکتل او ژمنه یې وکړه چې هغوی ته ښوونه او روزنه برابره کړي.

د ۶۰۰،۰۰۰ نه ۱ ملیونو افغانانو د رجسټر کولو کمپاين به د مسلې په ټولو برخو کې ګټې او امنیت رامنځته کړي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر وايي، چې په پاکستان کې حالات ښه کيږي.

له ۸۲،۰۰۰ څخه زياتې کورنۍ په شمالي وزیرستان کې د اورپکۍ له کبله بې ځایه شوې دي. اوس هغوی بيرته خپلو کورونو ته روان دي.