ټاکني

حمیده شاهد لومړۍ ښځه ده چې په بره دير کې انتخاباتو ته ولاړه ده. په بره دير کې په تاريخي توګه ښځې په انتخاباتو کې د رایه ورکولو څخه منع شوي دي. حمیده او نورې ښځې غواړي چې دا رواج بدل کړي.

ملي مسلم لیګ (ایم ایم ایل) د لشکر طیبه سره تړاو لري. دا هغه ډله ده چې په ۲۰۰۸ کال کې په ممبۍ بریدونو کې تورنه ده.

د پاکستان سياسي پارټۍ له چارواکو څخه غوښتنه کوي چې ملي مسلم لیګ په راتلونکي ټولټاکنو کې د برخې اخيستو نه منع کړي. ملي مسلم ليګ يوه نوي پارټي ده چې د منع شوي تروريستي ډلې لشکر طیبه سره تړاو لري.

د سپريم کورټ پخوانی چيف جسټس ناصر الملک به د جولای په ۲۵ مه د عمومي ټاکنو نه وروسته د نوي حکومت تر جوړيدو پورې د نګران وزير اعظم په توګه کار کوي.

د پټرولیم پخوانی وزیر شاهد خاقان عباسي به د ميا محمد نواز شريف په ځای د لنډ مهاله وزير اعظم په توګه کار کوي.