د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د لشکر طیبه د مشرانو د نیولو هرکلی وکړ

پاکستان فارورډ

واشنګټن، ډي سي -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې متحده ایالاتو د شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۲مه) د لشکر طیبه (ايل اي ټي) وسله والې ډلې د څلورو مشرانو د نیولو په اړه د پاکستان د پریکړې ملاتړ وکړ.

د سویلي او مرکزي آسیا د چارو لپاره د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزارت ادارې ټویټ وکړو، "موږ د دې خبر هرکلی کوو چې پاکستان د لشکر طیبه څلور مشران نیولي دي." "د لشكر طيبه د ناوړه بريدونو قربانيان د دې مستحق دي چې وګوري چې دا کسان د لشکر جهنګوي د مشر حافظ سعيد په شمول اوس محاكمه شي."

پاکستاني چارواکو د تيرې پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۰ مه) اعلان وکړ چې دوی د ترهګرۍ د تمویل په تورونو د لشکر طیبه څلور لوړ پوړي مشران نیولي دي.

دوی د ظفر اقبال، یحیی عزیز، محمد اشرف او عبدالسلام په توګه پیژندل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500