کراچۍ -- د پاکستان حکومت د چهار شنبې په ورځ (د اګست په ۲۹مه) د اتحاد تنظيمات مدارس پاکستان (آی ټي اېم پي) سره يوه معاهده لاسليک کړه، چې دا د هغه هڅې يوه برخه ده چې په مدرسو کې اصلاحات کوي او د افراطي ایډیالوژۍ د خپريدو مخه نيسي.
پاکستان فارورډ دغه تړون کتلی دی.
دا معاهده د آی ټي اېم پي مشرانو سره د څو میاشتو خبرو وروسته لاسليک شوه. آی ټي اېم پي په ټول پاکستان کې په زرګونو مذهبي ادارې چلوي.
د دې معاهدې لاندې، په هيواد کې ټولو مدرسو له پکار ده چې د وفاق د تعليم او مسلکي ټرينګ لپاره د وزرات سره ځانونه رجسټر کړي. هغه مدرسې چې د رجسټر کولو نه انکار کوي، هغه به بندې کړل شي او هغوی ته به د بينک د اکاونټونو پرانيستلو اجازه ور نه کړی شي.
دا وزارت به په ټول هیواد کې د اسانتیا ۱۲ مرکزونه پرانیزي چې د مدرسو سره مرسته وکړي چې له حکومت سره رجسټر شي.
مدرسو هم موافقه کړې چې په خپل نصاب کې عصري مضامین شامل کړي.