اسلام آباد -- د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۲۶ مه) د يو آزاد پاکستاني ژورناليسټ په کيس کې د انصاف غوښتنه وکړه چې د دې میاشتې په پیل کې وژل شوی وو، په داسې حال کې چې فعالینو خبرداری ورکړو چې د وینا ازادۍ ته ګواښونه شتون لري.
محمد بلال خان،چې ۲۲ کاله عمر يې لرلو، د ټولنیزو رسنیو فعال او بلاګر وو او په ټویټر، فېسبوک او یوټیوب يې په لسګونو زره ملګري لرل، په اسلام آباد کې د جون په ۱۶ مه ووژل شو.
بلال په پراخه کچه په نتقيد کې بوخت وو او اکثر به يې د ټولنې په مختلفو برخو تنقيد کولو.
ځايي پوليسو وويل، د هغه د مرګ په ورځ، هغه د يو نامعلوم کس نه کال ترلاسه کړو، چې هغه يې نژدې ځنګل ته بوتلو او هغه يې ووژلو.
د يونسکو مشر آدري ازولي په يو بيان کې وويل، "زه د محمد بلال خان وژل غندم." هغه له چارواکو، چې د دې جرم پلټنه کوي، څخه وغوښتل چې د دې جرم مرتکبين محاکمه کړي."
تاسو په پاليسۍ باندې هم تبصرې وکړئ، مهرباني.
ځوابتبصرې 1