د کراچۍ پولیسو په سيند کې د برصغير هند د القاعدې مشر ووژلو

د ضياء الرحمان لخوا

کراچۍ -- پولیسو د دوشنبې په ورځ (د جون په ۲۴ مه) په سيند صوبه کې په يوې نښته کې درې ترهګر ووژل، چې په دوی کې په برصغیر هند کې د القاعدې (آقس) سیمه ایز مشر شامل وو.

د ملير ضلعې د پوليسو افسر عرفان بهادر وويل، پوليسو په خدا بخش ګوټ کې يوه چهاپه ترسره کړه چې د آقس سره تړاو لرونکي درې وسله وال ونيسي.

بهادر وويل، "ټول درې کسان -- د طلعت محمود عرف يوسف، چې د سيند صوبې مشر وو، په شمول، په دغه نښته کې ووژل شول."

محمود، چې د لږې مودې لپاره يې د داعش سره هم تړاو لرلو، د زيات مطلوب ترهګرو په "سور کتاب" کې شامل وو.

هغه په سيند او بلوچستان صوبو کې په ډيرو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیل وو او په حیدرآباد کې يې د څو پولیسو افسرانو د وژلو پلان جوړ کړی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500