اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د پاکستان او افغانستان چارواکو د دوشنبې په ورځ (د جون په ۱۰ مه) موافقه وکړه چې په مختلفو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ ته وده ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د عمل او سولی لپاره د عمل پلان (ايپاپس) د لومړۍ بیاکتنې په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزير سره وکتل.ايپاپس د دوه اړخيزې همکارۍ چوکاټ دی چې تير کال جوړ شوی وو.
د ايپاپس لاندې، دواړو هیوادونو موافقه وکړه چې د سیاسي، سفارتي او اقتصادي مسلو او پوځي او استخباراتو همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړي.
د ايپاپس ارزونه پاکستان ته د جون په ۲۷ مه د افغانستان د صدر اشرف غني د راتلونکي سفر نه مخکې ترسره شوه.
د پاکيستان د ويزو په باره کې وغږيږيږې غرک يې کړوو
ځوابتبصرې 1