پاکستاني چارواکو د کرپشن په تور پخوانی صدر آصف علي زرداري ونيولو

ای ايف پي

اسلام آباد -- د پاکستان پخوانی صدر آصف علي زرداری د دوشنبې په ورځ (د جون په ۱۰ مه) په اسلام اباد کې وروسته له هغې ونيول شو کله چې اسلام اباد هايي کورټ (آی ايچ سي) د پیسو مینځلو په يو لوی کيس کې، چې په ښکاره توګه په کې په ميليونونو روپۍ د هيواد څخه بهر منتقل شوي وې، د هغه د ضمانت درخواست رد کړو.

زرداري، چې د پخوانۍ وژل شوي وزير اعظمې بینظیر بهټو خاوند دی او د اپوزیسیون پاکستان پیپلز پارټۍ (پي پي پي) ګډ مشر دی، د ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۳ پورې يې د صدر په توګه دنده ترسره کړې وه او د اوږدې مودې راهیسې د کرپشن د تورونو سره مخ دی.

په دې وروستي کيس کې دا تورونو څرګندوي چې زرداري د شکمن بينکونو اکاونټونو او کمپنو له لارې ډیرې پیسې انتقال کړې وې.

تېر کال، پاکستاني چارواکو د بېوزلو خلکو په نوم ګڼ شمير اکاونټونه وموندل چې له نغدو پیسو نه ډک ول او بيا ناڅاپي خالي شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500