بريټش ايرويز اسلام اباد ته پروازونه پیل کړل

ای ايف پي

اسلام آباد -- د بريټش ايرويز يوه الوتکه د دوشنبې په ورځ (د جون په ۳ مه) په پاکستان کې کيناسته، چې دا د دغه لويديځ هوايي شرکت لخوا د ستر باور څرګندونه ده چې يوه عشره مخکې یې د امنیتي انديښنو له کبله خپل فعاليتونو معطل کړې ول.

د بريټش ايرويز يوه الوتکه -- چې په ۲۰۰۸ کال کې يې په اسلام آباد کې په ميريټ هوټل کې د يو وژونکي بريد وروسته خپل خدمات بند کړې ول -- په هفته کې د لندن د هیترو هوايي ډګر نه اسلام آباد ته درې پروازونه ترسره کوي.

بریتانيه د يو مليون نه زيات پاکستاني اوسیدونکي لري، چې دا په يورپ کې د پاکستانۍ ټولنې تر ټولو لويه برخه ده.

په پاکستان کې د بریتانيې هايي کمیشنر توماس ډرو په یو بیان کې وویل، "د بریتانيې هوايي شرکت بيرته راستون شوی دی. دواړه هیوادونه، چې په ډیرو برخو کې يو بل ته ډير نږدې دي، یو بل ګام پورته کوي."

"دا په حقیقت کې په وروستیو کلونو کې د پاکستان په امنیتي وضعیت کې د ډير ښه پرمختګ ستاينه ده."

بريټش ايرويز د میریټ برید نه مخکې اسلام آباد ته په هفته کې شپږ پروازونه ترسره کول. په دغه بريد کې له ۵۰ څخه زیات خلک وژل شوي ول او د خوندیتوب د اندیښنو له کبله د سفارت خانو او نړیوالو ادارو په شمير کې ډير کمی راغلی وو.

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت، چې د ستونزو سره مخامخ دی، د دوشنبې تر ورځې پورې يوازينې شرکت وو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ يې نان سټاپ پروازونه ترسره کول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500