افغانستان او پاکستان د آی سي سي کرکټ په نړیوال کپ ۲۰۱۹ کې ګډون کوي

د عبدل ناصر خان لخوا

لاهور -- افغانستان او پاکستان چمتو دي چې په هغو هيوادنو کې شامل شي کوم چې به د نړیوال کرکټ شورا (آی سي سي) د کرکټ په نړیوال کپ کې برخه اخلي، چې د پنجشنبې په ورځ (د می په ۳۰ مه) به په انګلستان او ویلز کې پیل شي.

سږ کال دا کپ په دولسم ځل ترسره کيږي او د جولای تر ۱۴مې پورې به جاري وي.

د ۴۶ ورځو په دې ټورنمنټ کې به د لسو ټیمونو یو ګروپ د یو بل د ټیم سره ميچونه کوي. په دې کې به ۴۵ ليګ ميچونه ترسره کيږي، چې بیا به څلور غوره ټیمونه د سيمي فاينلونو لپاره ټاکل کيږي.

د کرکټ په نړیوال کپ کې دا د افغانستان دوهم ځل دی. افغانستان به د سه شنبې په ورځ (د جون په لومړۍ نيټه) په برسټل کې د دفاعي چيمپين، آسټريلیا، سره مقابله کوي.

پاکستان به د جمعې په ورځ (د می په ۳۱ مه) په ناټهنګم کې په نړيوال کپ کې خپله لومړۍ سيالي د ويسټ انډيز سره کوي.

افغانستان د می په ۲۴ مه په برسټل کې خپل ټول مخالفين خبردار کړل او په وارم اپ ميچ کې يې پخوانې نړيوال چيمپين او د آی سی سی چیمپينز په ټرافو کې بریالي پاکستان ته ماته ورکړه.

په افغانستان او پاکستان کې ځوانان د کرکټ په څير مشهور لوبو کې ډيره لېوالتیا لري، چې دا د هغوی سره مرسته کوي چې هغوی د وسله والو لخوا د ممکنه استخدام لپاره د هڅو نه لرې وساتي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500