سند يونيورسټۍ د داعش د پخواني غړي داخله منسوخ کړه

پاکستان فارورډ

حيدر آباد -- ډان ورځپاڼې د چارشنبې په ورځ (د می په ۲۲ مه) راپور ورکړو چې سند يونيورسټۍ (ايس يو) نورو زده کوونکو ته د خطر له کبله د هغه زده کونکي عارضي داخله منسوخ کړه چې داعش سره یې یوځای شوي وه.

نورين لغاري چې د طب او روغتیا علومو په لیاقت يونيورسټۍ کې يوه زده کونکي وه په فبروري ۲۰۱۷ کال کې غايب شوې وه.

هغه په اپریل ۲۰۱۷ کال کې په لاهور کې د یوې وسله والې ډلې او د پنجاب د ترهګرۍ سره د مبارزې څانګې (سي ټي ډي) چارواکو تر منځ د مقابلې وروسته ونيول شوه.

وروسته د هغې بيارغونه وشوه او هغې خپلې زده کړې په ايل يو ايم ايچ ايس کې پیل کړې چې د مارچ په مياشت کې د هغې داخله منسوخ کړی شوه.

لغاري په تیر نومبر کې په سند يونيورسټۍ کې عارضي داخله اخيستې وه او مخکې له دې چې د سکول چارواکو ته د هغې د شناخت په اړه پته ولګيده، هغې په کلاسونو کې ګډون کړی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500