پاکستان د نړیوال وجهي صندوق نه قرضه ترلاسه کوي

ای ايف پي

اسلام آباد -- د پاکستان د مالي چارو سلاکار عبدالحفیظ شیخ د یکشنبې په ورځ (د مۍ په ۱۲ مه) د تړون د لاسليک کولو نه وروسته په سرکاري ټي وي باندې وويل، پاکستان به په راتلونکو دریو کلونو کې د آی ايم ايف نه ۶ ملیارده ډالره (۸۴۹.۸ میلیارده پاکستانۍ روپۍ) ترلاسه کړي چې د بهرنۍ قرضې خپلې ژمنې پوره کړي.

دا تړون د شپږو مياشتو د خبرو اترو نه وروسته لاسليک شو چې د پاکستان ۲۲ مه قرضه به څنګه وي چې موخه يې د پیسو احتمالي بحران ختمول دي ځکه چې هیواد د کمزوري اقتصاد سره مخامخ دی.

د پاکستان حکومتونه د اوږدې مودې راهيسې د فقر وړتیا په اړه ویره لري، که چیرې دا حل نه کړی شوه، نو دا بې وزلې خلک په دې مجبورولې شي چې افراطیت د "حل" په توګه اختيار کړي.

شيخ په ټي وي باندې وويل، بهرنۍ قرضې له ۹۰ ملیاردو امریکایي ډالرو (۱۲.۷ ټريليونه پاکستانۍ روپۍ) نه زیاتې شوي دي، او په تیرو پنځو کلونو کې صادراتو کمه وده کړې ده.

يو حکومتي راپور، چې د جمعې په ورځ (د می په ۱۰ مه) خپور شوې، وويل چې د پاکستان د ودې کچه به په اتو کلونو کې تر ټولو ټیټه وي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500