آسیه بي بي پاکستان پريښودو

ای ايف پي

لاهور -- آسيه بي بي، چې يوه عيسايڼه ده او د توهين رسالت په اړه د يوې عشرې اوږدې شخړې مرکزي برخه وه، يو څو مياشتې ورسته له هغې پاکستان پريښودو کله چې اسلامي سخت دريځو د هغې د مرګ سزا د ختميدو له کبله په پراخه کچه احتجاجونه وکړل.

د هغې وتل په دې کيسه کې يو وروستی باب دی چې د تاوتریخوالي احتجاجونه او د لوړ پوړي کسانو وژل يې رامنځته کړې دي، په داسې حال کې چې دا په پاکستان کې په پراخه کچه په ټولنه کې مذهبي افراطیت په ګوته کوي.

يوې حکومتي سرچینې ای ايف پي ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "آسیه بي بي په خپله مرضۍ د پاکستان نه تللې ده."

دا څرګنده نه ده چې بي بي کله لاړه او يا هغه چيرته وه، خو داسې ښکاري چې د برتانيې وزیر اعظمې تیریسا مۍ د چهارشنبې په ورځ پارلمان ته د خطاب په دوران کې تاييد کړه چې کنیډا د هغې منزل وو.

په تیرو وختونو کې يوازې د اسلام د سپکاوي تورونو په غير قانوني توګه وژل او ډله ايز تاوتريخوالی رامنځته کړی دی.

بي بي -- چې په پنجاب صوبه کې یوه مزدوره وه -- په ۲۰۱۰ کال کې په لومړي ځل د توهين رسالت په تور محکوم شوه او تر هغه وخته پورې د پهانسۍ په انتظار کې وه کله چې تير کال هغه خوشې شوه. افراطيانو هغه دوه سیاستدانان ووژل چې د هغې ملاتړ یې کړی وو.

له هغه وخت راهيسې، خلکو په پراخه کچه په دې باور لرو چې چارواکو هغه په خوندي توقیف کې ساتلې وه ځکه چې هغې په يو دریم هیواد کې د پناه غوښتنې د معاهدې انتظار کولو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

قادیانان کافران دي، د هغوی ملګري هم کافران دي. د ګستاخ رسول يوازينۍ سزا، سر د بدن نه جدا، سر د بدن نه جدا. تل دې وي اسلام تل دې وي پاکستان.

ځواب