پاکستاني او افغان مشرانو ژمنه وکړه چې د سولې لپاره کار وکړي او بې وزلي کمه کړي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د پاکستان او افغانستان مشرانو د یکشنبې په ورځ (د می په ۵ مه) ژمنه وکړه چې يو ځای کار وکړي، ټولنیز- اقتصادي پرمختیا ته وده ورکړي، بېوزلي ختم کړي او د خلکو بهبود ښه کړي.

ډان ورځپاڼې وویل، دا مسلې د افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان وزیر اعظم عمران خان تر منځ د ټیلي فون برخه وه. دغه راپور د خان د دفتر د يو بيان په حواله وويل، چې دوی په افغانستان او په سيمه کې د سولې، امنیت او سوکالۍ په اړه خبرې اترې وکړې.

مشرانو ژمنه وکړه چې تعلقات پیاوړي کړي او په افغانستان او سیمه کې سوله راولي، او خان د دوه اړخيزو ګټو په اړه د جامع خبرو اترو لپاره غني ته بلنه ورکړه چې پاکستان ته سفر وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500