د سيند پولیسو يو ډاکټر د سرنج له لارې د ايچ آی وي په خپریدو تورن کړی

ای ايف پي

کراچۍ -- چارواکو د جمعې په ورځ (د می په ۳ مه) وویل چې دوی فکر کوي چې لږ تر لږه ۹۰ کسان، د ۶۵ کسانوماشومانو په ګډون، په پاکستان کې د يو ډاکټرلخوا د سرنج په کارولو سره په ايچ آی وي (د انسان د معافیتي ويروس) اخته شوي دي.

دا خبر په پاکستان کې ناکراري او په روغتیایي سکتور باندې بې باوري رامنځته کولی شي، چېرته چې وسله والو قصداََ د پوليو واکسینونو په اړه شکونه رامنځته کړي چې دا غیر اسلامي دي.

چارواکو په تیره هفته کې وروسته له هغې خبر ترلاسه کړو کله چې د ښار په مضافاتو کې په يو ټاون کې د دغه وايرس، چې ايډز رامنځته کوي، لپاره د ۱۸ ماشومانو ټسټونه مثبت راغلل. دې پيښې روغتیایي چارواکي وهڅول چې په پراخه کچه ټسټونه ترسره کړي.

چارواکو وویل چې دوی معلومه کړه چې د دې ناروغۍ د خپريدو لامل یو ډاکټر دی، چې داسې ښکاري چې هغه د ناروغانو لپاره ککړ شوی سرنج کارولو.

چارواکو له دغه پيښې وروسته په لويه کچه ټسټونه کړي او د پوهاوي کمپاين یې پیل کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500