د افغانستان پولې په اوږدو کې يو تروريستي بريد ۳ پاکستاني سرتیري ووژل

پاکستان فارورډ

وزيرستان -- د پوځ د عامه اړيکو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د می په لومړۍ نيټه) په يوې اعلاميه کې وويل، د شمالي وزيرستان په سرحدي پوله کې يو تروريستي بريد لږ تر لږه درې پاکستاني سرتيري ووژل او څو نور يې ټپيان کړل.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د شپيتو نه تر اويا پورې ترهګرو په سرتیرو باندې ډزې پيل کړې، په داسې حال کې چې دوی په الواره کې پولې ته باړ لګولو. بيان زیاته کړه چې پاکستاني پوځیانو هغوی په شا وتمبول. سرتیرو ترهګر ووژل او يا يې زيات شمير ژوبل کړل.

په دغه بيان کې راغلي چې د افغانستان چارواکو له پکار ده چې "په سرحدي سیمو کې ډیر اغیزمن کنټرول ولري" چې د پاکستان د باړ لګولو د پروژې ملاتړ وکړي او د "پاکستان په وړاندې د افغانستان د خاورې استعمالولو اجازه ورنه کړي."

آی ايس پي آر زياته کړه، پاکستان به سره له "د داسې خنډونو" د پاکستان او افغانستان پولې ته باړ لګولو ته دوام ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500