وسله والو په بلوچستان کې د بس ۱۴ مسافر په ډزو وويشتل

ای ايف پي

کويټه -- چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د اپریل په ۱۸ مه) وويل، وسله والو په بلوچستان صوبه کې وروسته له هغې لږ تر لږه ۱۴ پاکستانیان ووژل کله چې یې د بسونو څخه په کوزيدو مجبوره کړل.

حيدر علي، چې د صوبې هوم سيکريټري دی، ای ايف پي ته وویل، برید کوونکي، چې تقريباََ دوه درجنه ول، د نیم پوځي فرنټير کور کپړې يې اغوستې وې.

هغه وويل، دوی په مکران کوسټل هايي وی باندې بسونه ودرول او ۱۴ کسان يې ووژل. هغه زياته کړه چې څلور واړه ګاډي د ارمارا ښارګوټي نه کراچۍ ته روان ول.

هغه وويل، وسله والو غير بلوچيان د هغوى د شناختي کارډونو له لارې وپېژندل او هغوى يې په ډزو ووژل. داسې ښکاري چې ټول قربانیان پاکستانیان دي، چې په دوی کې يو د بحري ځواک افسر او د ساحل ساتونکو يو غړی شامل دی.

د صوبې د کورنیو چارو وزیر ضیاء الله لانګو ای ايف پي ته وویل، د لويې کچې څیړنې پیل شوې، او چارواکي هڅه کوي چې د وسله والو تعقیب وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500