داعش د طالبانو نه وروسته د کويټې د چاودنې ادعا وکړه

ای ايف پي

کويټه -- "داعش د شنبې په ورځ (د اپریل په ۱۳ مه)په کويټه کې د جمعې د ورځې (د اپریل په ۱۲ مه) د ځان وژونکي برید مسوولیت په غاړه واخیستو چې ۲۰ تنه پکې وژل شوي او ۴۸ نور ژوبل شوي ول.

دې ډلې د بريد کوونکي انځور او د هغه نوم خپور کړو او ویې ویل چې دې برید شيعه مسلمانان په نښه کړي ول.

د جمعې په ورځ د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) لږه مشهورې ډلې د چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستې وو او ویلي یې ول چې دې د لشکر جهنګوي سره همکاري کړي وه چې په پاکستان کې په شیعه مسلمانانو باندې په ډيرو خونړي بریدونو کې ښکيل ده.

پاکستاني چارواکي انکار کوي چې داعش په هيواد کې شتون لري، خو دغه ډلې په تیر وختونو کې د ګڼ شمیر بریدونو ادعا کړې ده.

په کویټه کې په شيعه آبادۍ کې زياتره هزاروال دي.

د دې اقلیت غړي د مرکزي اسیايي خصوصياتو له کبله په اسانۍ سره پیژندل کیږي، او دوی د سني جنګیالیو لپاره یو آسان هدف دی، چې دوی يې کافران ګڼي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500