د متحده ایالاتو د سينټکوم کمانډر د خان او باجوه سره د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې کوي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- جيو نيوز راپور ورکړو چې جنرل کينت ايف. مکينزي جونير، چې د امریکې د مرکزي کمانډ (سينټکوم) کمانډر دی، د دوشنبې په ورځ (د اپريل په ۸ مه) په اسلام آباد کې د وزیر اعظم عمران خان سره د بهرنۍ پاليسۍ په اړه خبرې وکړې.

دواړو مشرانو د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ د اړیکو، د افغان سولې د روانو خبرو اترو او نورو روانو مسلو په اړه خبرې وکړې.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر له مخې، مکینزي د یکشنبې په ورځ (د اپریل په ۷ مه) د پوځ د ستر مشر جنرل قمر جاويد باجوه سره هم وکتل.

هغوی د جیو ستراتیژیک چاپیریال او سیمه ايز امنیت، په افغانستان کې د حالاتو او د هند او پاکستان تر منځ د وروستي کړکيچ په اړه خبرې اترې وکړې.

مکینزي د مارچ په میاشت کې د جنرل جوزف ووټل له ريټاير کيدو وروسته د سينټکوم کمانډر شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500