د متحده ايالاتو ځانګړی استازی خلیلزاد اسلام آباد ته د خبرو اترو لپاره راغی

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د افغانستان د جوړ جاړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د جمعې په ورځ (د اپریل په ۵ مه) په افغانستان کې د خپل پنځه ورځني سفر پای ته د رسیدو نه وروسته اسلام آباد ته راغی.

د راپور له مخې، خليلزاد د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره وکتل او د نورو لوړ پوړو سياسي او پوځي مشرانو سره به ګوري.

د ډان ورځپانې له مخې، د اپريل په ۱۰ مه واشنګټن ته د بيرته تلو نه مخکې، دا ټاکل شوې وه چې خليلزاد به قطر، افغانستان، پاکستان، ازبکستان، اردن، برطانيې او بيلجيم ته سفر وکړي.

په دغه راپور کې راغلي چې قريشي د سولې پروسې لپاره د پاکستان په ژمنې ټينګار وکړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500