د ماشومانو سره د بد چلند راپور شوي کيسونه په ۲۰۱۸ کال کې زيات شوي دي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د ماشومانو سره د بد چلند کيسونو شمیر د ۲۰۱۷ کال د شميرو په پرتله ۱۱ فيصده لوړ شوی دی، چې دا يوه داسې ستونزه په ګوته کوي چې ګڼ شمير کسان ورته د يوې منظمې ټولنیزې ستونزې په توګه ګوري.

نادولتي مؤسسې ساحل د چهارشنبې په ورځ (د اپريل په ۳ مه) د "ظالمې شميرې ۲۰۱۸" په نامه يو راپور خپور کړو.

ساحل په په ۲۰۱۷ کال کې د ۳،۴۴۵ په پرتله په ۲۰۱۸ کال کې ۳،۸۳۲ کيسونه وموندل. دې د ۸۵ پاکستاني ورځپاڼو څارنه وکړه او دا پايلې يې ترې ترلاسه کړې. په قربانيانو کې پنځه پنځوس فيصده جينکۍ وې.

د راپور له مخې، له ۱۰ څخه ډیر پاکستاني ماشومان هره ورځ د بد چلند سره مخامخ کيږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500