فېسبوک د آی ایس پي آر سره تړلې جعلي اکاونټونه لرې کړل

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- فېسبوک د دوشنبې په ورځ (د اپریل په لومړۍ نيټه) اعلان وکړو چې دې د همغږيزې جعلي چلند له کبله هغه ويب پاڼې لرې کړي چې د پاکستان او هند سره تړاو لري.

نتاني یل ګلېجر، چې د فیسبوک د سايبر امنيت مشر دی، په يو بلاګ پوسټ کې وويل، دغه کمپنۍ ۱۰۳ پاڼې، ګروپونه او اکاونټونه لرې کړل چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (آی ايس پي آر) چارواکو سره يې تړاو لرلو.

په دغه بيان کې راغلي، "که څه هم د دې فعالیت تر شا خلکو هڅه وکړه چې خپل شناخت پټ وساتي، خو زموږ تحقیقاتو وموندل چې دې د آی ایس پي آر د چارواکو سره تړاو لرلو."

فېسبوک څرګنده کړه چې دا د هغوی د چلند پر اساس دغه اکاونټونه لرې کوي، نه چې د هغو د موادو له کبله چې هغوی خپاره کړي ول.

د کشمیر د لانجمنې سيمې په سر د هند او پاکستان تر منځ د وروستنۍ نښتې په دوران کې په ټولنیزو رسنیو باندې "جعلي خبرونه" ډير زيات شول، چې په سیمه کې يې د غلطو معلوماتو په اړه اندیښنې رامنځته کړې.

ژورناليسټان په پاکستان کې، چې په نړۍ کې د ميډيا لپاره ترټولو خطرناک هیواد دی، په منظمه توګه د پوځ لخوا هڅول کيږي چې د هیواد مثبت انځور ته وده ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500