خليلزاد د افغان سولې لپاره بل سفر کوي

ای ايف پي

واشنګټن -- د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۲۶ مه) وويل، د متحده ایالاتو استازی، چې د ۱۷ کالو د جګړې د ختمولو لپاره د طالبانو سره د سولې تړون کول غواړي، د خبرو اترو د نوي پړاو لپاره بيا سيمې ته راروان دی.

زلمی خلیلزاد به د خپلې دورې په دوران کې افغانستان او همداراز ګاونډی پاکستان ته سفر وکړي چې د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۵ مه) پيل شوې وه او ټاکل شوې چې د اپریل د لسمې نيټې پورې به جاري وي.

د بهرنیو چارو وزارت دا تایید ونه کړو چې آيا هغه به له طالبانو سره تازه خبرې وکړي خو ويلې یې دي چې هغه به په قطر کې، چې د وسله والو سره د خبرو اترو لپاره د معمول ځای دی، ودريږي.

د بهرنيو چارو وزارت وويل، د خلیلزاد دوره د ټولیزې هڅې یوه برخه ده چې د سولې پروسه اسانه کړي، کوم چې په افغانستان کې ټول افغان ګوندونه د خبرو اترو په بهیر کې یوځای کوي."

څنګه چې خليلزاد بيرته راغې، په کابل کې د متحده ايالاتو سفير جان باس هم د افغانانو په رول ټينګار وکړو.

باس په يو ټويټ کې وويل، "افغانان حق لري چې د سولې په اړه په خپله انتخاب وکړي، چې په دې کې دا شامل دي چې چيرته دوی چمتو دي چې روغه جوړه وکړي او چيرته دوی چمتو دي چې روغه جوړه ونه کړي او څنګه خپل اختلافات ختم کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500