پاکستان هڅه کوي چې د افغانستان په اړه د خان د تبصرو په وړاندې غوغا ختمه کړي

پاکستان فارورډ

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۷ مه) يو بيان خپور کړو او ويې ويل چې د افغانستان په اړه د وزيراعظم عمران خان وروستۍ تبصرې په ناسمه توګه تشريح شوې.

خان د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۵ مه) وويل چې افغانستان باید یو عبوري حکومت جوړ کړي چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته وده ورکړي.

د هغه د تبصرو په نتيجه کې افغانستان د اسلام اباد نه خپل سفیر بيرته راوغوښتو. کابل د پاکستان نايب سفیر هم راوغوښتو چې د تبصرو په اړه بحث وکړي.

د وزارت په وینا، خان د پاکستان ماډل ته اشاره وکړه، چېرې چې انتخابات د عبوري حکومت لاندې ترسره کيږي. پکار ده چې د دې تبصرو تشريح په ناسمه توګه ونه شي او په افغانستان کې په داخلي چارو کې مداخلت ونه ګڼل شي."

په دغه بيان کې راغلي، "پاکستان په افغانستان کې د دې نه علاوه هیڅ دلچسپي نه لري چې د افغانانو خپل او افغانو تر مشرې لاندې سیاسي بهیر ته وده ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500