چارواکو په سيند کې ۷ کسان په جبري توګه د مذهب بدلولو او په کم عمرۍ کې د واده کولو له کبله ونيول

پاکستان فارورډ

کراچۍ -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د پنجاب پولیسو د یکشنبی په ورځ (د مارچ په ۲۴ مه) لږ ترلږه اوه شکمن کسان په جبري توګه د مذهب بدلولو او د سيند صوبې په ګهوټکي ضلع کې د دوو خویندو پهکم عمرۍ کې په ودونو کې د لاس لرلو په تور ونیول.

پوليس افسرانو د یکشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۴ مه) وويل چې دوی د پنجاب صوبې په رحيم يار خان ضلع کې يو شمير چهاپې ووهلې، چيرته چې جينکۍ وړل شوي وې. دغه شکمن کسان د سيند پولیسو ته وسپارل شول.

دا اقدام هغه وخت پورته کړی شو کله چې دوه ویډیوګانې وایرل شوې.

په یوه ویډیو کې، د جينکو پلار او ورور ادعا کوي چې جينکۍ وتښتول شوې او په دې مجبوره شوي چې هندومت پريږدي او اسلام قبول کړي.

په بله يوه ويډيو کې، جينکۍ، چې د يو عالم او خپلو خاوندانو سره یوځای لیدل کیږي، وويل چې دوی په رضاکارانه توګه اسلام قبول کړو.

د جينکو کورنيو د مارچ په ۲۰ مه د پولیسو سره په جبري توګه د مذهب بدلولو په اړه د لومړي معلوماتو راپور درج کړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500