پاکستاني طالبانو ۶ پولیس ووژل

ای ايف پي

کويټه -- چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۰ مه) وويل، طالبان وسله والو په بلوچستان صوبه کې په يو چيک پوسټ باندې په بريد کې لږ تر لږه ۶ پوليس ووژل.

دا بريد د زیارت ضلعې په يوې غريزه سيمه سنجاوي کی، چې د کویټې ختیځ اړخ ته ۸۰ کلوميټره لرې موقعيت لري، رامنځته شوه.

قادر بخش، چې په زيارت کې يو سينير حکومتي چارواکی دی، ای ايف پي ته وويل، "دا يو ناڅاپي برید وو. برید کونکي په موټرسایکلونو راغلل او په ډيوټۍ باندې ټول شپږ پرسونل يې ووژل."

بخش وويل چې بريد کوونکي د خودکار وسلو سره سنبال ول او د چهارشنبې په ورځ د وخته د بريد کولو نه وروسته وتښتيدل. هغه زياته کړه چې په سيمه کې د پلټنې عمليات پيل شوي دي.

وروسته، پاکستاني طالبانو رسنیو ته په يو ايميل کې د دې بريد مسولیت په غاړه واخیستو.

دا پیښه وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې د يک شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۷ مه) په يوې چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان ووژل شول او اوه نور ټپیان شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500