په بلوچستان کې په يوې چاودنه کې ۴ کسان ووژل شول

ای ايف پي

کويټه -- د يک شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۷ مه) لږ تر لږه څلور کسان هغه وخت ووژل شول او اوه نور ژوبل شول کله چې د ريموټ کنټرول يو بم په بلوچستان صوبه کې د ريلوې په پټلۍ باندې وچاوديد، په داسې حال کې چې د مسافرو يو ريل په دغه پټلۍ باندې تيريدو.

دا پیښه د کویټې جنوب ختیځ ته ۳۱۱ کلومټره لرې رامنځته شوه.

د پولیسو یو سينير چارواکي، عرفان بشیر، ای ايف پي ته وویل، "دا ريل د کويټې نه راولپنډۍ ته روان وو چې په ريموټ کنټرول بم باندې وختو او څلور تنه ووژل شول او اوه نور ټپیان شول."

هغه وويل، "د ريل درې ډبې هم د پټلۍ نه وختلې او د ژغورنې کار روان دی."

د پوليسو يو بل سينير چارواکي، راو منير ضياء، د دې پیښې تایید وکړو.

هیڅ يوې ډلې د دې پیښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو بلوچ بیلتون غوښتونکي ډلې او اسلامي وسله وال په صوبه کې په منظم ډول د ریل په پټلو بریدونه ترسره کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500