چین د ملګرو ملتونو د تروریزم په لیسټ کې د مسعود اظهر د شاملولو غوښتنه رد کړه

ای ايف پي

نیویارک -- سفارتکارانو وويل، چین د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۳ مه) د بریتانيې، فرانسې او متحده ايالاتو دا غوښتنه رد کړه چې د پاکستان د جېش محمد (جی اي ايم) مشر، مسعود اظهر، د ملګرو ملتونو په تور ليسټ کې شامل کړي. جېش محمد هغه اسلامي ډله ده چې په کشمیر کې په يو ځانمرګي بريد کې يې لاس لرلو.

دا څلورم ځل وو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په يوې غوښتنې غور کولو چې اظهر د ملګرو ملتونو د بندیزونو په تور ليسټ کې شامل کړي، چې په نتيجه کې به په هغه باندې د نړیوال سفر بندیز ولګول شي، د هغه اثاثې به منجمد شي او د وسلو بندیز په پرې هم ولګول شي.

جېش محمد د فبرورۍ په ۱۴ مه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د هغه برید مسوليت پر غاړه اخيستی دی چې ۴۰ هندي سرتیري په کې وژل شوي ول او د امنیت شورا يې غندنه کړې وه.

سفارت کارانو وويل، په یو بيان کې چین وویل چې نور وخت ته اړتيا لري چې د اظهر په اړه د بنديزونو معاينه وکړي او د تخنیکي ځنډ غوښتنه یې وکړه چې تر نهو میاشتو پورې دوام لري.

چین د جی اي ایم د مشر په تور ليسټ کې د شاملولو لپاره د کمیټۍ درې وړاندیزونه رد کړي دي. دا ډله پخپله په ۲۰۰۱ کال کې د ترهګرۍ په لیسټ کې شامله شوې وه.

سفارت کارانو وويل، متحده ایالاتو، فرانس او بریتانيې د يوې نوې هڅې په اړه په فعاله توګه غور کوي، دا ځل د امنیت شورا د پریکړې د مسودې له مخې به اظهر یو ترهګر وټاکل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500