پاکستان متحده آيالاتو ته ډاډ ورکوي چې د وسله والو ډلو په وړاندې به اقدامات وکړي

ای ايف پي

واشنګټن، ډي سي -- د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنيت سلاکار، جان بولټن، د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۱ مه) وويل، پاکستان ژمنه کړې ده چې د وسله والو ډلو پر وړاندې به مبارزه وکړي.

بولټن وویل چې هغه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې "د بهرنيو چارو وزير ما ته ډاډ راکړ چې پاکستان به له ټولو ترهګرو سره سخته معامله وکړي او د هند سره د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره به ګامونه پورته کړي."

د فبرورۍ په مياشت کې،جيش محمد (جی اي ايم) د يوې چاودنې مسوليت پر غاړه اخيستې و چې د هند ۴۰ نيم پوځي سرتيري په کې وژل شوې ول، چې له دې امله دواړه غاړو ته هوايي بريدونه وشول او د دواړو نيوکلير وسلې لرونکي ګاونډيانو ترمنځ سياسي کړکيچ رامنحته شو.

بولټن وویل چې د قريشي سره د خبرو اترو په ترڅ کې هغه وغوښتل چې "د جی اي ايم او هغه نورو ترهګرو ډلو په وړاندې معني خيز ګامونه پورته کړي کوم چې په پاکستان کې فعاليت کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500