قريشي د پاکستان او هند تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د متحده آیالاتو څخه مننه وکړه

پاکستان فارورډ

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۶ مه) د متحده آیالاتو او نورو هیوادونو مننه وکړه چې د پاکستان او هند تر منځ يې د کړکيچ کمولو په برخه کې خپل رول ولوبولو.

قريشي په اسلام آباد کې وويل، "داسې ښکاري چې د هند سره تاوتريخوالی کم شوی دی، چې يو مثبت پرمختګ دی."

هغه وويل، "زه په ځانګړي توګه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو څخه مننه کوم. د شخصي ډیپلوماسۍ په کارولو سره، متحده ایالاتو مثبت رول لوبولی دی."

هغه وويل، اسلام آباد پریکړه کړې ده چې خپل هايي کميشنر په هند کې نوي ډيلي ته بیرته واستوي، په داسې حال کې چې اوس تاوتریخوالی کم شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا يو ښکاره راز دی چې پاکستان زياته هڅه کوي چې د هند سره کړکيچ کم کړي، چې دا د دواړو هيوادونو په ګټه نه ده. د هند او پاکستان ليډرشپ له پکار ده چې د يو بل سره ښې اړيکي ولري چې په غربت باندې پيسې خرچ کړي، ښه تعليم ته وده ورکړي، ساينس او ټيکنالوجۍ، روغتيا، صنعت او زراعت ته وده ورکړي ځکه چې دواړه هيوادونه د تکړه کارکوونکو او ګڼ شمير قدرتي وسايلو نه ډک دي چې د نړۍ دې برخې ته وده ورکړي، د دې امنيت يقيني کړي او په ټوله نړۍ کې په مثبت ډول د خلکو په بهبود کې مرسته وکړي، پر ځای د دې چې دوی وسلې جمع کړي او فضول د انساني خونريزۍ له کبله د زياتو خلکو وژل برداشت کړي. په دې ځمکه داسې يوه مسله یا ستونزه شتون نه لري چې د دوستانه لارو او وسیلو له لارې نه حل کیږي. جنګ يوازې حيوانيت دی چې د انسانانو او مادي وسايلو د تباهۍ سبب ګرځي خو انسانيت، محبت او مينه يوه منطقي تګلاره ده. مينه يو الهي خاصيت دی. موږ ځمکې ته راولیږل شو چې دا د انصاف، امن، خوشحالۍ ځای جوړ کړو او د جنت په څير د ټولو لپاره مساوات برابر کړو لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي دي. هغه څوک چې واک لري باید پوه شي چې دا هغه ځواک نه دی چې دوی د خپل لنډ عمر په اوږدو کې د تر لاسه کولو هڅه کوي خو دا د يو ستر مسوليت سره تړاو لري چې هغه د موجوده او همدارنګه د راتلونکو نسلونو د عزت نه ډکه او خوندي بقا ده. که چيرې ټول قوم وغواړي چې د جنګ په څير په منفي ماجراجويۍ کې ښکیل شي، نو دا به په ځمکه باندې د شر په وړاندې مبارزه نه وي.

ځواب