راولپنډي -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو د پنجاب حکومت د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۵ مه) لږ تر لږه هغه دوه مدرسې او نور ملکيتونه ضبط کړل کوم چې د منع شوي جماعت الدعوه (جې يو ډي) او د هغې د خیراتي ادارې فلاحي انسانيت فاونډیشن (ايف آی ايف) سره تړاو لرلو.
د پاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۴ مه) د ترهګرۍ پر ضد د ملي عمل پلان (نيپ) لاندې د وسله والو وډلو په وړاندې د مبارزې اعلان وکړو.
چارواکو د چکوال ضلعې په تلا ګنګ سيمه کې د جماعت الدعوه مدرسه خالد بن وليد او په ريلوې روډ باندې مدرسه دارس سلام ضبط کړې.
دا مدرسې او د دې کار کوونکي د پنجاب صوبې د اوقافو او دیني چارو ریاست ته وسپارل شوې. د پنجاب حکومت د دغه مدرسو لپاره منتظمين مقرر کړل.
چارواکو په اټک ضلع کې د منع شويو ډلو درې نور ملکیتونه ضبط کړي دي.
هند وايي چې په دوی باندې پاکستان بريد کړی دی، خو هيڅ ثبوت نه لري او زمونږ حکومت په دې کې لګیا چې د خپل هيواد د خلکو په وړاندې ګامونه پورته کړي. ها ها ها، لل
ځوابتبصرې 1