پاکستان هوایي حريم بیرته پرانیزي ځکه چې د هند سره تاوتریخوالی کم شوی دی

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

اسلام آباد -- پاکستان خپل هوايي حريم د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۴ مه) بیرته خلاص کړو، يو څو ورځې وروسته له هغې چې د هر ډول هوایي سفر لپاره يې تړلې و، چې په ټوله نړۍ کې په زرګونو کسان راګیر شوي ول.

دا فيصله وروسته له هغې وشوه کله چې پاکستان او هند ادعا وکړه چې دوی د يو بل جنګي الوتکي راغورځولي دي.

د هند يو پيلوټ ونيول شو، او هغه د جمعې په ورځ بيرته هند ته وسپارل شو اوپيدل د وهاګه پولې نه تیر شو.

په لومړيو کې تاوتریخوالی وروسته له هغې پيل شو کله چې يو ځانمرګي برید کونکي د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې ۴۰ هندي سرتیري ووژل. د پاکستان تروریستي ډلې جیش محمد (جی اي ایم) د دې مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

د هوايي چلند ادارې ویاند ای ايف پي ته وویل، "په ټول پاکستان کې ټول هوایي ډګرونه فعال دي او هوايي حريم پرانستل شوی دی."

د هوايي حريم تړلو د يورپ او جنوبي اشيا تر منځ لوی لارې ګډوډې کړې، چې په نړیوالو ايرپورټونو کې راګير شوي مسافر يې د مايوسۍ سره مخامخ کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500