پاکستان په جزوي ډول هوایي حريم خلاصوي

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

اسلام آباد -- د هېواد د ملکي هوايي چلند ادارې (سي ای ای) وويل، پاکستان چمتو دی چې په جزوي توګه خپل حریم د جمعې په ورځ (د مارچ په لومړۍ نيټه) خلاص کړي، وروسته له هغې چې په زرګونو مسافر په ټوله نړۍ کې هغه وخت راګير شول کله چې اسلام آباد د ګاونډي هند سره د کړکیچ له زياتيدو له کبله هوايي سفر بند کړو.

دا هېوادونه له هغه وخت راهيسې په شخړه کې ښکیل دي کله چې ځانمرګي برید کونکي د فبرورۍ په ۱۴ مه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې ۴۰ هندي امنیتي پرسونل ووژل. په پاکستان کې جیش محمد (جی اي ايم) ترهګريزې ډلې د دې مسولیت په غاړه اخیستی وو.

د سي سي ای ویاند، عامر محبوب، ای ايف پي ته وویل، "موږ به خپل هوایي حريم نن سهار په ۶ بجې په اسلام آباد، پیښور، کراچۍ او کويټه کې په ايرپورټونو کې د راتلونکو او تلونکو پروازونو لپاره پرانيزو."

سي ای ای ټويټ وکړو، نور ايرپورټونه به ورو ورو پرانیستل شي. مسافرو له پکار ده چې د نورو تفصيلاتو لپاره د خپلو هوایي شرکتونو سره وګوري.

د هوایي تحريم بندولو د يورپ او جنوبي آسیا ترمنځ لویې لارې ګډوډې کړې، چې له دې کبله په ايرپورټونو کې راګير شوي مسافر د زياتې مايوسۍ سره مخامخ شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500