د سيند پولیسو د داعش صوبايي مشر ووژلو

د ضياء الرحمان لخوا

کراچۍ -- د سيند پولیسو د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۸ مه) د بلوچستان صوبې په ډډاره کې په يوې نښته کې دوه مشران ووژل. د سيند افسران واک لري چې په ګاونډي صوبه کې فعالیت وکړي.

د سيند صوبې په لاړکانه ښار کې د پوليسو مشر، عرفان علي بلوچ، وويل، وژل شوي وسله وال عبدالله بروهي او حفيظ پاندراني وو.

بلوچ پاکستان فارورډ ته وویل، "بروهي د سيند صوبې د داعش مشر و، په داسې حال کې چې پاندراني د يو شمير تروريستي بريدونو پلان جوړونکی و، چې په دې کې په فبروری ۲۰۱۷ کال کې د لعل شهباز قلندر په مزار (په سيهون کې) بریدونه او په شکارپور ضلع کې د شيعه ګانو په ټولنې بریدونه شامل دي."

د سيند صوبې د پولیسو مشر ډاکټر سید کليم امام د پنجشنبې په ورځ د پولیسو د ټیم لپاره د دوو میلیونو روپو (۱۴،۳۷۸ آمريکايي ډالره) انعام اعلان وکړو چې دغه دوه یاغیان یې وژلې ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500