خان افغان کډوالو ته اجازه ورکوي چې په پاکستان کې د بينک اکاونټونه پرانيزي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- وزيراعظم عمران خان د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۵ مه) اعلان وکړو چې هغه چارواکو ته امر کړى چې په پاکستان کې رجسټر شويو افغان کډوالو ته توان ورکړي چې په پاکستان کې د بينک اکاونټونه پرانيزي.

خان په يو ټويټ کې وویل، "له دې وروسته، دوی د هیواد په رسمي اقتصاد کې برخه اخيستې شي."

هغه زياته کړه، "پکار وه چې دا کار ډير مخکې ترسره شوی وې."

د ډان ورځپاڼې په وینا، پاکستان تقريباََ ۲.۴ میلیونه افغان کډوال لري، چې په دې کې رجسټر شوي او بې اسناده کډوال دواړه شامل دي.

خان په تیر سپتمبر کې هغه وخت شخړه رامنځته کړه کله چې یې ژمنه وکړه چې هغه افغان کډوالو ته به توان ورکړي چې د پاکستان وګړې جوړ شي کوم چې په پاکستان کې زیږیدلي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500